منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لغمان کې د شپږو فرعي روغتيايي مرکزونو د ودانيو جوړولو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

مهترلام (پژواک، ٩ زمرى ٩٧): په لغمان کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶ فرعي روغتیايي مرکزونو د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې.

بلخوا د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ د نږدې پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د سوپر فسيج کانال د جوړېدو قرارداد هم لاسليک شو.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د څوارلس میلیونه افغانیو په لګښت د سرخکانو د کډوالو کمپ، د نوده مورې، بدیع الاباد، سلینګار، شامرام او د غازي اباد د فرعي روغتیايي مرکزونو د ودانیو جوړېدو چارې نن پيل شوې.

هغه زياته کړه چې د یادو فرعي کلینیکونو ودانۍ چې په اسیا کې د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې ادارې (CWSA) په مالي لګښت جوړېږي، چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د ځواک په وينا، هر کلینیک به څلور خونې، دوه تالارونه، تشنابونه، د احاطې دېوال، د څښاک د اوبو څاه او نور ټول ضروري ملحقات ولري.

د یادو سیمو لپاره د فرعي جوړېدونکو روغتیايي مرکزونو د بنسټ ډبرو د اېښودو پر مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ د یادو روغتیايي مرکزونو لپاره د ودانیو جوړېدل یوه ستره اړتیا په ګوته کړه او زیاته یې کړه، په دغه ځای کې به نه یواځې دا چې ډاکترانو ته د خدمت کولو په خاطر یو مناسب چاپېریال برابر شوي، بلکې د یادو سیمو په زرګونه اوسېدونکو ته به د ښو او رغنده روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې هم لازمه اسانتیا رامنځته شوې وي.

دغه راز د قرغيو ولسوالۍ کانال چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په مالي ملاتړ جوړېږي، یوولس سوه متره اوږدوالی لري چې چارې به یې د اوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ځواک په وينا، د یاد کانال په جوړېدو سره به په سیمه کې شاوخوا ۲۳۰ هکتاره شاړه ځمکه د اوبخور تر عصري سیستم لاندې راشي او تر څنګ به یې د یادې سیمې ۳۰۰ کورنیو ته د مستقیمې ګټې رسېدنې سربېره په یاده شوې کاري موده کې ۴۳۰۰ بې روزګاره خلکو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې د دوه نيم کيلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې.

د یاد ولایت د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي چې پر دې پروژې څه باندې دوه ميليونه افغانۍ  لګښت راځي چې د ولسي تړون پروګرام له خوا ورکول کېږي او چارې به یې په دوو مياشتو کې بشپړې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه