منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په څلورو کلونو کې د دايکنډي د سل بستريز روغتون ٥٥سلنه کار تر سره شوى

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

نیلی (پژواک، ١٠ زمری ۹۷): د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د سل بستریز روغتون د ساختماني چارو د بهير له سست والي څخه شکایت کوي او وايي، سره له دې چې د یاد روغتون د بنسټ ډبره څلور کاله مخکې اېښودل شوې، خو کارونه یې تر اوسه نه دي بشپړشوي.

 د یو راپور له مخې، د دایکنډي سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره څلور کاله مخکې  د افغانستان له بودیجې څخه د ۳۵۲ ميلیون افغانیو په لګښت په ۴۵ جريبه ځمکه کې داسې مهال کېښودل شوه چې ټاکل شوې وه یو کال او درې میاشتې مخکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، خو تر اوسه یې چارې نه دي بشپړې شوې.

 د دایکنډي د مرکز نيلي یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې د دغه ولايت  اوسېدونکي د معیاري او مجهز روغتون له نه شتون څخه سرټکوي؛ خو د سل بستريز روغتون ساختماني چارې ۶۰ سلنه ترسره شوې دي.

 د نيلي اوسېدونکی انور پیمان د دغه روغتون د ساختماني چارو په سست بهیر په نیوکه سره پژواک خبري اژانس ته وویل، خلکو څو ځله د یادې پروژې له سست بهیر نه شکایت کړی؛ خو تر دې دمه ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

 نوموړي زیاته کړه: ((اورېدونکي نشته، د دغه ولایت هېڅ چارواکی د خلکو غږ نه اوري او ولایتي شورا هم په سياسي فعالیتونو بوخته ده او د یاد روغتون د ساختماني چارو د ګړنديتوب غږ چې خلک ورته اساسي اړتیا لري نه پورته کوي.))

 

د نیلي یو بل اوسېدونکی شریف الله په روغتیایي برخه کې د خلکو ستونزو ته په اشاره وویل،  ښاري ۲۰ بستريزه روغتون کم ظرفیت لري؛ په دې روغتون کې ځینې وخت پر یوه بستر دوه ناروغان پراته وي.

 د دایکنډي ټولنیز فعال د دغه روغتون د ساختماني چارو څخه په اندېښنه پژواک ته وویل: (( هغه مواد چې په یاد روغتون کې کارول کېږي غیر معیاري دي، حتی د کار پر وخت سمنټو ته اوبه نه ورکول کېږي، دا ساختمان به ممکن ډېر دوام ونه کړي.))

 د دایکنډي د ولایتي شورا غړی غیرت علي هم د دغه روغتون د ساختماني چارو د بهیر پر سست والي او په یاده ودانۍ کې د غیر معیاري موادو پر کارولو نیوکه کوي او وايي،د سل بستريز روغتون چارې باید مخکې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وای، خو کار یې د پلان مطابق نه دی ترسره شوی.

 د دایکنډي د عامې روغتیا رییس ډاکتر اسحاق علي درمان د دې په روښانه کولو چې تر اوسه د یاد روغتون ۵۵ سلنه کار ترسره شوی، وویل: (( موږ هره اوونۍ د روغتون له ساختماني چارو څارنه کوو او څو ځله مو د عامې روغتیا وزارت ته شکایت رسولی؛ خو د کار په سرعت کې بدلون نه دی راغلی.))

 نوموړي په ټينګار سره زیاته کړه: (( له دې برخې موږ هم شکایت لرو، خو له وسې مو پورته ده؛ ځکه تدارکات یې له مرکز څخه ترسره کېږي.))

 د هغه په خبره، د عامې روغتیا وزارت واک لري چې د قانون له مخې له قراردادي شرکتونو سره جدي برخورد ترسره کړي چې ولې یې د یاد روغتون چارې په ټاکلې موده کې نه دي ترسره کړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه