اسعد اباد، ترينکوټ (پژواک، ١٠ زمرى ٩٧):د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد ښار کې د ناامنه سيمو د زده کونکولپاره ليليه جوړېږي.
د کونړ د پوهنې رييس مجيب الرحمن همدرد وايي چې دغه ليليه د ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې د پوهنې وزارت د ٥٨ ميليونه او ٤٠٠ سوه زره افغانيو په لګښت په څلورو پوړونو کې جوړېږي.
هغه زياته کړه، دا ودانۍ به ٧٥ خونې او نور ملحقات ولري او په دوو کلونو کې به يې چارې بشپړې شي.
نوموړي نن ددغې ليليې د ودانۍ د بنسـټ ډبرې ايښودو پر مهال پژواک اژانس ته وويل، په دې ليليه کې به ددغه ولايت د نا امنه سيمو زده کوونکي چې د نا امنيو له امله يې زده کړې ټکنۍ شوې دي واوسېږي.
همدرد وايي،په دغه ولايت کې ۵۰۷ ښوونځي شته چې ټول فعال دي او ١٧٠ زره زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي چې ٧١ زره يې نجونې دي.
د پوهنې ريیس زياتوي چې په دې ولايت کې ټول ښوونځي د زده کونکو پرمخ خلاص دي، خو درې سوه ښوونځي يې ودانۍ نه لري.
د هغه په وينا، په ځينو لرو پرتو سيمو کې د نا امنيو له امله ځينو زده کوونکو درسونه پرېيښي دي، خو له دې وروسته به مرکز کې د اوسېدو ځاى ورته برابر شي.
دکونړ والي عبدالستار ميرزکوال د ليليې ودانۍ د بنسټ ډبرې ايښودلو پر مهال وويل چې په دې ودانۍ کې به ٢٤٨ زده کوونکو ته د اوسېدو او زده کړو اسانتيا برابره شي.
ددغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس فضل الرحیم وایي، د حرفوي زده کړو په یاد مرکز کې به لس ډوله حرفوي زده کړې د ۲۰ تنه نارینه او ښځينه استادانو له خوا ورکول کېږي او ټول ګډونوال به یې ۲۵۰ تنه وي.
نوموړی وایي، په دغه مرکز کې به د مبایل جوړونې، کمپيوټر جوړونې، خیاطۍ، ګلدوزۍ او نورې حرفې د شپږومیاشتو لپاره تدریس شي.
د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید ، بیا ددغه مرکز له مسوولینو او د کار او ټولنیزو چارو ریاست له ادارو مننه وکړه، چې د حرفوي زده کړو مرکز په پرانېسته کې یې ګڼ شمېر معیوبینو او د هغوی د کورنۍ د غړو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
هغه د حرفوي زده کړو له ګډونوالو وغوښتل چې د کسب له زده کولو وروسته کار وکړي او ټولنې ته د خدکت مصدر وګرځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










