ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کارموندنې نړیوال دفتر: د بلخ او سمنګان ۵۰ زره کروندګر تر خپل پوښښ لاندې راولو

د کارموندنې نړیوال دفتر: د بلخ او سمنګان ۵۰ زره کروندګر تر خپل پوښښ لاندې راولو

author avatar
5 Aug 2018 - 17:45
د کارموندنې نړیوال دفتر: د بلخ او سمنګان ۵۰ زره کروندګر تر خپل پوښښ لاندې راولو
author avatar
5 Aug 2018 - 17:45

مزارشريف (پژواک، ١٤ زمری ۹۷): د کارموندنې نړيوال دفتر مسوولين وايي، په راتلونکي ۲۰۱۹ زېږديز کال کې به د بلخ او سمنګان ۵۰ زره کروندګر تر خپل پوښښ لاندې ونيسي.

دوی وايي، موخه يې دا ده چې بزګر او کروندګر ته وښيي چې له عايداتي سرچينو سمه ګټه واخلي او عايدات يې ورسره زيات شي.

دغه څرګندونې د کارموندنې نړيوال دفتر يا (ILO) مسوولينو د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ۲۰۱۹ کال د کاري پلان او روانو پروژو د ارزونې په اړه ‎‎جوړه شوې غونډه کې وکړې.

د کارموندنې نړيوال دفتر مشر منظور خالق له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې افغانستان د بېکارۍ له جدي ستونزې سره مخ دی او په دې برخه کې بايد لازمې او قانع کوونکې هڅې وشي.

هغه زياته کړه، دمګړۍ د افغانستان ۳۵ سلنه نفوس يا هم بېکاره دی او يا يې هم کار ډېر لږ دی.

نوموړي وويل: ((موږ غواړو په بلخ او سمنګان کې هغو خلکو سره مرسته وکړو، چې د کار په لټه کې دي. موږ اوس په دې کار کوو چې څه ډول کرنيزو محصولاتو ته بازار پيدا کړو او په ټوله کې هڅه کوو چې د کرنيزو محصولاتو ارزښت زيات کړو.))

د کارموندنې نړيوال دفتر مشر زياته کړه، په لومړي ګام کې دغه بنسټ غواړي په بلخ او سمنګان ولايتونو کې ۵۰ زره کروندګر او بزګر تر خپل پوښښ لاندې ونيسي.

هغه وايي، دغه دفتر غواړي د پنبې، انګورو، مرغدارۍ او لبنياتو د پروسس او توليد زياتوالي برخه کې له کروندګرو سره کار وکړي.

نوموړی زياتوي، دمګړۍ په پلان کې لري چې مرسته کېدونکو ۵۰زره کروندګرو ته د کار د زمينې پيدا کېدو تر څنګ له زراعتي محصولاتو څخه د هغوی د عايداتو کچه هم لوړه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.