کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د کابل عیدګاه جومات ته ورغی او د دغه جومات د مرمت او بیارغونې چارې یې له نږدې وکتلې.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينه کاږي، ولسمشر ته دوو انجنیرانو د جومات د بېلابېلو برخو د بیارغونې او مرمت په اړه معلومات ورکړل، ويې ویل، دوی هڅه کوي په ډېره فني او مسلکي توګه چې د جومات تاریخي اصالت ورسره را ژوندی شي، خپل کارونه پر مخ یوسي.
ورپسې ولسمشر په خپلو خبرو کې د عیدګاه جومات د بیارغونې او مرمت چارو پيلېدل د تاریخي اثارو په ځانګړي ډول د تاریخي جوماتونو د بیارغونې او ساتنې په لور یو مهم ګام وباله.
ده وويل، تېر انفجار کې دغه تاریخي جومات ته ډېره صدمه رسېدلې وه، له تاریخي اثارو سره همېشه سطحي چلند شوی او ډاډ یې ورکړ چې تاریخي او نوو جوماتونو ته به توجه زیاته شي.
هغه څرګنده کړه، په افغاني سبک د عالي ټیپیک جوماتونو نقشې دې چمتو شي چې له مخې یې جوماتونه جوړ شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د جوماتونو په جوړولو کې باید کورني توکي ولګول شي او داسې معماري په میراث پاتې شي چې راتلونکي نسلونو ته خوښي ور وبښي او هم د خدای (ج) د رضایت سبب شي.
هغه د هرات، کندهار، پل خشتي جوماتونو بیارغونې ته په اشارې وویل، د تاریخي جوماتونو بیارغول اوږد کار، زیات دقت او غور غواړي او زیاته یې کړه چې د دې ټولو جوماتونو په بیارغونه کې باید تیموري ـ غوري سبک وساتل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










