کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٧) : د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان کړى چې تېره شپه د ذي الحجې مياشت ليدل شوې او لوى اختر به د راتلونکې سه شنبې په ورځ وي.
د سعودي دولتي اژانس (واس) تېره شپه اعلان وکړ چې د عربستان په بېلو بېلو سيمو کې مياشت ليدل شوې او سترې محکمې د ګڼ شمېر شهادتونو په اساس د مياشتې د ليدلو اعلان کړى دى.
سرچينې زياته کړې چې د سترې محکمې د اعلان له مخې، د راتلونکې اوونۍ سه شنبه چې د زمري له ٣٠مه، سره برابره ده د لوى اختر لومړۍ ورځ به وي.
دغه راز د زمري ٢٩مه، به د عرفې ورځ وي او مسلمانان به د حج ستر رکن ( وقوف عرفات) ترسره کوي.
تر دې مخکې د هېواد مشهور ستوري پېژندونکي عبدالله کندهار هم اعلان کړى و چې د شنبې په ورځ به د لسو دقيقو لپاره د ذي الحجې مياشت په افغانستان او سعودي کې د ليدلو وړ وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن