کندهار (پژواک، ۲۳ زمری ۹۷): له هغه وروسته چې په کندهار ښار کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټيته شوې ده، ولایتي اداره پلان لري د اوبو یو بند جوړ کړي.
دغه چیک ډېم د کندهار ښار شمال ته د میانکوه غره په لمن کې د ولایتي ادارې او خصوصي سکتور په مرسته جوړېږي چې د اوبو د زېرمه کولو له پلوه ارزښتناک ګڼل کېږي.
د کندهار والي زلمي ویسا، امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د دغه بند پر جوړولو د ښاروالۍ او یو شمېر سکتوري ادارو له مسوولینو سره خبرې کړي دي.
زلمی ویسا وايي، د اوبو دغه بند کندهار ښار ته تر ټولو نږدې بند دی چې د ورښت پر مهال د ډېرو اوبو زېرمه کولو وړتیا لري او د سېلابونو راوتلو مخنیوی کوي.
هغه د دغه بند جوړېدل ګټور ګام وباله او زیاته یې کړه چې په دې توګه به د ښار په یاده سیمه کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه بېرته راپورته شي.
نوموړي د کندهار له ښاروالۍ، اوبو لګولو، اوبو رسولو، کلیو او پراختیا او کرنې ریاستونو ته دنده وسپارل چې ډېر ژر د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي له مسلکي بورډ سره خبرې وکړې او په ګډه د دغه ډیم د جوړولو څېړنه او سروې وکړي.
ده ټینګار وکړ چې د اوبو د زېرمه کولو د دغه بند د جوړولو کار باید ژر پيل شي؛ ځکه د کندهار ښار اوسېدونکي د اوبو له نشتوالي سره مخ دي او د ستونزې د حل لپاره بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.
والي وویل، دغه چیک ډېم به د ولایت مقام په مشرۍ د امنیې قوماندانۍ، مرستندویه ادارو، خصوصي سکتور او ملي سوداګرو په مرسته جوړ شي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د دغه چیک ډېم پر معیاري جوړېدو ټینګار وکړ.
هغه له خپله اړخه د دغه بند په جوړولو کې د هر راز مرستې ژمنه وکړه او یادونه یې وکړه چې ورته بندونه دې په سپين بولدک او ارغستان ولسوالۍ کې هم جوړ شي چې خلک یې د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
د یادونې ده چې په وروستيو کلونو کې په کندهار کې په منځنۍ کچه تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۵۰ متره او په ځینو سیمو کې تر دې هم ډېره کښته شوې چې له امله يې د ښار په ځينو سيمو کې د څښاک او په ولسواليو کې د کرنې لپاره د اوبو موندل ستونزمن شوي دي.
په کندهار کې تر ځمکې لاندې اوبو کچې د کښته کېدو عمده لامل د ګڼو نورو لاملونو تر څنګ په غير فني توګه د برمو وهل او کم اورښت ګڼل کېږي.
خلک له حکومته غوښتنه کوي، مخکې له دې چې وچکالي د ناورین برید ته ورسېږي، د غير فني برمو وهلو مخه دې ونيسي، د باران اوبو د مهارولو، د شته اوبو ساتلو او د زرغونې ساحې زياتولو لپاره دې کار وکړي څو د اوبو کچه بېرته را لوړه شي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس حفیظ الله سعیدي وايي، د کندهار سپین بولدک، ارغستان، رېګستان، شاولیکوټ او میوند ولسوالۍ وچکالۍ ډېرې ځپلي او تر ځمکې لاندې اوبه يې له ۱۸۰ څخه تر ۲۰۰ متره کښته شوي دي.
د ده په خبره، د اوبو د کښته کېدو لوی لامل ژورې څاګانې دي چې په غیر مسلکي ډول کيندل شوې دي.
دی وايي، د وچکالۍ د روان ناورین د کنټرول لپاره باید د باران اوبو د مهارولو تر څنګ شنه کمربندونه جوړ شي، ځنګلونه وساتل شي، څو تر ځمکې لاندې اوبه نورې کښته ولاړې نه شي.
د کندهار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ولایت د کال په اوږدو کې له ۲۵۰ ملي متره زیات باران ته اړتیا لري خو سږ کال یوازې ۷۵ ملي متره باران شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










