Language

په کندهار کې د نوي جوړ شوي ۳۵۰ بستریز روغتون پرانیسته ځنډېدلې

کندهار (پژواک، ١٢ وږی ۹۷): په کندهار ښار کې د ۳۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې بشپړې شوې دي او ګټې اخیستنې ته چمتو شوی، خو دا چې د دغه روغتون د تشکیل او تجهیزاتو لپاره اقدام نه دی شوی، نو یې پرانیستنه او فعالول ځنډېدلي دي.

خو اوس تازه د عامې روغتیا وزارت یو پلاوی کندهار ته راغلی څو له چارواکو سره د دغه روغتون پر تشکیل، اړتیاوو او تجهیزاتو خبرې وکړي.

د عامې روغتیا وزارت اړوند د روغتونونو د رییس ډاکټر شاولي مشید په مشرۍ دغه پلاوي نن د کندهار له مرستیال والي عبدالحنان منیب او نورو مسوولینو سره ولیدل.

مشید وویل، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي په کندهار ښار کې د نوي جوړ شوي ۳۵۰ بستریز روغتون تجهیزات او تشکیل پوره کړي چې هر څه ژر د خلکو پر مخ پرانیستل شي.

هغه زیاته کړه، اړوند وزارت د دغه روغتون د لومړنیو تجهیزاتو او اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۱۲ میلیونه افغانۍ کندهار ته رالېږدولي او ۴ میلیونه نورې به هم منظور او راولېږدوي.

مرستیال والي عبدلحنان منیب له پلاوي وغوښتل چې د مالي کال تر پایه په دغو پیسو د دغه روغتون لپاره اړین تجهیزات وپېري او د تشکیل غم یې هم وخوري.

ده وویل، په کندهار کې د ٣٥٠ بستريز روغتون جوړولو چارې په معیاری توګه ترسره شوي چې په پرانیستل کېدو به يې د سوېلي زون د ټولو اوسېدونکو لپاره روغتيايي اسانتياوې ډېرې شي.

د دغه روغتون د جوړولو چارې څلور کاله مخکې پیل شوې وي چې اوس بشپړې شوي دي.

دغه ٣٥٠ بستريز روغتون د کندهار ښار په عينو مېنه کې پر ١٧٣ جريبه ځمکه جوړ شوی چې د افکو کمپنۍ له خوا ورکول شوې ده.

د روغتون پر جوړېدو ۵۲۴ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې د عامې روغتیا وزارت له خوا ورکول ورکړل شوي دي.

دغه روغتون به د سوېلې حوزې په کچه مهم روغتون وي چې د کندهار تر څنګ به پکې د هلمند، روزګان، زابل او نژدې نورو ولايتونو ناروغانو درملنه هم کېږي.

د عامې روغتیا ریاست چاروواکي وايي، اوسمهال ميرويس حوزوي روغتون د حوزې په کچه روغتيايي خدمات وړاندې کوي، خو دا چې د عادي ناروغانو تر څنګ د جګړې، ماينونو او ټرافيکي پېښو ټپيان زيات دي نو دغه روغتون پر يو وخت د ټولو ناروغانو درملنې ته رسېدګي نه شي کولاى.

login or register a new account.