ژبه

بادغیس کې له لفظي شخړې وروسته نښته کې درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط عبداللطیف ایوبی

سپتمبر 7, 2018 - 4:45 pm

Views: 176

قلعه نو (پژواک، ۱۶ سنبله ۹۷): د بادغیس امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د دوو بېځايه شوو کورنيو ترمنځ د اوبو د وېش پر سر تر لفظي شخړې وروسته نښته کې يوه مېرمن وژل شوې او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د بادغيس د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن د دغه ولايت د مرکز اړوند د باغ لر په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياتوي، د يادو کورنيو د اړتيا وړ اوبه د "ورلډ وېژن" د دفتر له لوري وېشل کېدې.

سرچينه زیاتوي، د يادو دوو کورنيو د غړو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته يوه مېرمن وژل شوې او دوه کسان نور ټپيان شوي دي.

دی زياتوي، پوليسو د پېښې په تړاو پنځه کسان نيولي او په اړه يې څېړنې روانې دي.

login or register a new account.