اسعداباد (پژواک، ٢٠ وږى ٩٧): په کونړ ولايت کې د برېښنا رياست لپاره د نوې ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دغه ولايت د برېښنا رييس انجنير عبدالله ولي د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ودانۍ په درېيو پوړونو کې د برېښنا عمومي شرکت په ٨،٨ ميليونه افغانیو لګښت په اساسي توګه جوړېږي چې ١٤ خونې به ولري.
هغه زياته کړې چې د دې ودانۍ جوړولو چارې به په يوه کال کې بشپړې شي.
د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال وايي چې برېښنا د ولس تر ټولو ستره اړتیا ده او د دې اړتیا د پوره کولو لپاره يې قوي اراده کړې او ډېر ژر به د کونړ خلک د بریښنا له نعمت څخه برخمن شي.
نوموړي وويل، مرکزي ادارې ورسره ژمنه کړې چې کونړ ولایت ته د وارداتي برېښنا مزي راغځوي او هم به ځايي برېښنا کوټ ترميموي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










