منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د پکتيا وکيلانو د څلورو سړکونو د جوړولو د کار پیلېدو مخه نيولې”

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

ګردېز (پژواک، ٣١ وږى ٩٧): د پکتيا ولايتي شورا ځيني غړي او قومي مشران وايي چې د دغه ولايت د ولسي جرګې وکيلانو د څلورو سړکونو د چارو پيلېدو مخه نيولې ده.

د پکتيا ولايتي شورا ځينو غړو او د احمدابا او سيد کرم ولسواليو قومي مشرانو د وږي په ٣١مه په يوه خبري کنفرانس کې د سيد کرم- لجه منګل تر منځ د ۴۱ کيلومتره سړک او ځينو نورو پروژو د کارونو نه کېدو په اړه خبرې وکړې.

هغوى وويل چې د سړکونو د ډېری پروژو کارونه په پارلمان کې د دغه ولايت د استازو د ښکېلتيا له امله نه کېږي.

د دوی له ډلې انجنير دلاور خان ادعا وکړه چې د سيد کرم ولسوالۍ له تشنک څخه تر لجه منګل ولسوالۍ پورې ۴۱ کيلومتره سړک په پارلمان کې د پکتيا د وکيل نواب منګل له خوا د دغه ولايت له لجه منګل څخه د خوست قلندر ولسوالۍ ته اړول شوی دی.

ده زياته کړه چې نوموړي د ۲۶ میليونه ډالرو په ارزښت دا پروژه د خپلې ګټې لپاره تعويض کړې او دوی يې په لومړۍ سيمه کې د عملي کېدو غوښتونکي دي.

دلاور خان دی وايي: ((زموږ وکيل صاحبانو ډېر غير عادلانه تقسيمات کړي، چا ته د زرمت سړک، چا ته د ځاځيو سړک ورسېد او چا ته د مچلغو د بند سب کنټرکټ ورسېد. نواب منګل د پکتيا د ولسواليو سړک د خوست ولسوالي ته واړاوه، سره له دې چې په تدارکاتو کې يې فيصله خلاصه شوې وه، خو وزير مجبور کړ او بېرته يې وګرځوله. دا څومره د افسوس خبره ده، خوست خپل خلک او وکيلان لري.))

د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري هم د پکتيا پر پارلماني وکيلانو نيوکه کوي او وايي چې دغو وکيلانو په ولايت کې ډېری ترسره کېدونکې پروژې خپلو شرکتونو ته اخيستې چې په يوه او بله بهانه يې د خپلو ګټو لپاره ځنډوي.

قادري له مرکزي دولته غواړي هغو شرکتونو ته قراردادونه ورنه کړي چې په وکيلانو پورې تړلي دي.

نوموړی د ګردېز ــ زرمت سړک، د ځاځي اريوب ولسوالۍ د نري کنډو سړک، د ګردېز ــ ډنډپټان سړک ترميم او د سيد کرم د تشنک او لجه منګل سړک د چارو نه پيلېدو علت په دې پروژو کې د پارلماني  وکيلانو ښکېلتيا بولي چې په خبره يې د خپلمنځي ستونزو او ګټو لپاره يې نه پيلوي.

هغه تور پورې وکړ چې د پکتيا والي هم د ګردېز ــ زرمت سړک د چارو په ځنډېدو کې ور سره جوړ دی او پر شرکت فشار نه راوړي.

نوموړی وايي: ((هغه څوک چې په کابل کې د پکتيا استازيتوب کوي، مرکزي دولت اجازه نه ورکوي چې مخ ته ولاړ شي؛ ځکه چې دوی ته په قرارداد نه ورکول کيږي. د مثال په ډول د زرمت سړک، چې وکيل صاحبانو ټېکه کړی، هېڅ نوع کار يې نکوي او ولايتي اداره هم هغوی سره همغږې ده او هېڅ ډول فشار يې پر هغوی ندی راوړی.))

قومي مخور حاجي محمد ولي نيوکه کوي چې پارلماني وکيلان د دې پر ځای چې د ولايت پرمختګ او د خلکو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي، برعکس خلکو ته ستونزې جوړوي او خپلې شخصي چارې مخې ته وړي.

نوموړي وويل: ((دا خو وکالت ولا که وي چې دوی لاړ شي په کابل کې کېني، پروژې او شرکتونه يې ټول ځان ته کړي وي او د پکتيا له دې مظلومو خلکو ولا که خبر وي چې څه مشکل لري؟ موږ لس وارې ويلي چې دوی دې د خلکو غږ واوري؛ داسې خلک مو نه وکيلان وو او نه دي.))

د سيد کرم ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي عبدالخالق هم د ګردېز ــ پټان سړک په نه ترميم او د تشنک ــ لجه منګل سړک په نه جوړېدو ناراضه دی او له خلکو غواړي چې د خپلو استازو په ټاکلو کې له خورا دقت څخه کار واخلي.

نوموړي وويل: ((وکيلان چې له ملت څخه وټونه غواړي، په دې خاطر يې غواړي چې موږ ملت ته خدمت وکړو او د ملت غوښتنو ته غوږ ونيسو؛ خو برعکس معامله روانه ده او دوی د ملت په وينو لوبې کوي.))

په ولسي جرګه کې د پکتيا د استازو له ډلې نواب منګل پژواک ته وويل چې د تشنک ــ لجه منګل ۴۱ کيلو متره سړک يې د نورو وکيلانو په موافقه لجې خولې ــ قلندر ته اړولی؛ ځکه په خبره يې هلته دوه ولايتونه سره نښلي او له دې سيمې يې د خلکو د نفوس د ډېروالي پر اساس اړتيا او ګټه زياته ده.

نوموړی په قراردادونو او شرکتونو کې خپله ښکېلتيا هم ردوي او وايي: ((تر دې اړينه پروژه د لجې ــ خوست وه چې ډېر ولسونه هلته اوسيږي او سړک ته لاسرسی نلري. موږ هېڅ ډول شرکتونو کې سهيم نه يو او نه د قانون پر بنياد سهيم کېدی شو او که داسې اسناد وي چا سره، چې موږ او خاصتا زه پکې سهيم يم، زه بايد خپله جزا ووينم.))

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت دا خبره نه مني چې ګواکې والي دې د پروژو د کارونو په ځنډېدو کې له شرکت يا بل چا سره همغږی وي او وايي چې تر خپله وسه يې د پروژو عملې کېدو ته شرايط برابر کړي او پر اړوند يې شرکت هم فشار راوړي چې د سړک جوړېدو کار پيل کړي.

تر دې وړاندې د پکتيا والي شميم خان کټوازي او مرستيال والي عبدالولي سهي هم په پارلماني وکيلانو نيوکې کړې، چې په ادارو کې لاسوهنه کوي او د ځينو رغنيزو چارو د پيلېدو په مخ کې خنډ دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه