منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نیمروز کې دکمال خان بند د درېیمې برخې کانکرېټ اچولو کار پیل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

 زرنج (پژواک، ٥ تله ٩٧): د نیمروز چارواکي د «کمال خان بند» د درېیمې برخې د کانکرېټ اچولو د پيل خبر ورکوي او وايي، دغه اقدام د لومړۍ او دویمې برخې خاورین دېوالونو تر پای ته رسېدو وروسته پیل شوی دی.

 د نیمروز والي پوهندوی ډاکتر سید ولي سلطان پژواک خبري اژانس ته وویل، د کمال خان بند د درېیمې برخې کانکرېټ نهه میاشتې وخت نیسي چې له ۹۰ زره متر مکعب څخه ډېر کانکرېټ به په کې وکارول شي.

 نوموړي، د کمال خان بندیوه مهمه حکومتي پروژه وبلله چې په جوړېدو به یې په نیمروز کې له ۱۷۴ زره هکتاره ډېره ځمکه په منظم ډول اوبه کېږي او نیمروز به په یوه کرنیزه سیمه بدل کړي.

د والي په خبره، د کمال خان بند د امنیت ساتنې لپاره د پولیسو لویه قطعه هم په دنده ګومارل شوې ده.

 نوموړي زیاته کړه: ((په دې پروژه کې د کورنیو او بهرنیو انجنیرانو په ګډون اوس۳۵۰ کسان په دنده بوخت دي.))

د نیمروز ولایت د چهار برک ولسوالۍ د پراختیایي شورا رییس محمد سهراب وویل، د دغه بند په جوړېدو به په زرنج ښار او چهاربرک ولسوالۍ کې زرګونه کسانو ته د کار په پیدا کېدو د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره شي.

 د نیمروز د اوبو رسولو رییس انجنیر شاه ولي وویل، د کمال خان بند پروژه په درېیو برخو کې جوړېږي، د لومړۍ او دویمې دورو (خاورین دېوالونو) کار یې بشپړ شوی او د درېیمې دورې چارې تېر کال پیل او نن یې کانکرېټ اچول پيل شول.

 نوموړي زیاته کړه، د دغه بند د جوړېدو چارې په ۱۳۵۲ کال کې د سردار محمد داوود خان په وخت کې پيل شوې، ټول ساختماني مواد او امکانات ورته برابر او لږ چارې یې هم مخته تللې وې خو د غويي د ۷ مې تر کودتاه وروسته یې نور کارونه و ځنډېدل.

د ده په خبره، دا پروژه به په ټولیز ډول نهه مېګا واټه برېښنا تولید کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه