Language

په کندهار کې د نارنج ماڼۍ د کیندنې چارې پيل شوې

کندهار (پژواک، ۵ تله ۹۷): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې ادارې په کندهار کې د نارنج ماڼۍ د کیندنې چارې پيل کړې.

په دغې تاریخي ماڼۍ کې چې لرغونتیا یې له ۲۳۰۰ کلونو اوړي، د کېندنې چارې د تاریخي ابداتو د څېړنې په موخه ترسره کېږي.

د دغه کار د پيلولو په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال پوهاند رسول باوري، د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب، د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست فضل الباري بريالي او څو نورو چارواکو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستيال پوهاند محمد رسول باوري پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغې تاریخي ماڼۍ د کېندنې چارې د لومړي ځل لپاره ۵۵ کاله وړاندې پیل شوې وې چې بیا د جګړو او ناخوالو له امله درېدلې وې.

هغه زیاته کړه، دا دی پنځه پنځوس کاله وروسته یو ځل بیا د دغې تاریخي ماڼۍ د مسلکي او فني کېندنې چارې د لرغونپوهنې ادارې په مرسته پيلوي چې درې کاله به دوام وکړي.

دی وايي، په دې موده کې به ګڼ شمېرتاریخي اثار تر لاسه او د تاریخي ابداتو څېړنه به ترسره شي.

د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب وویل، د نارنج ماڼۍ د تاریخي ابداتو کېندل د افغانستان د تاریخ ثابتولو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.

هغه زیاته کړه، د دغې ماڼۍ د کېندنې د چارو د ښه تر سره کېدو په موخه به ولایتي اداره هراړخیزه مرسته کوي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست د نارنج ماڼۍ کېندنه یوه مهمه او تاریخ سازه پروژه یاده کړه.

هغه پژواک ته وویل، دا پروژه چې څو کاله دوام کوي، د کېندنې په ترڅ کې به یې ډېر داسې اثار په لاس راشي چې د کندهار پېژندنې لپاره مهم دي.

نارنج ماڼۍ د کندهار د زاړه ښار په څنډه کې ۲۳۴۰ کاله وړاندې د مقدوني اسکندر د امپراطورۍ پر مهال ودانه شوې ده چې هغه مهال پوځي اډه وه.

د تاریخ په حواله، هغه وخت چې مقدوني سکندر له يونان څخه راغی، په ټول هېواد کې يې دوولس دا ډول ماڼۍ جوړې کړې چې د (سکندريه ماڼيو) په نوم يادېدلې، نورې يوولس دا ډول تاريخي ماڼۍ په بشپړه توګه له منځه تللي، خو يواځې (نارنج) ماڼۍ پاتې ده.

login or register a new account.

Related Topics