پل علم(پژواک،٧ تله٩٧): د لوګر په مرکز او دوه ولسواليو کې امنيتي ځواکونو د يو شمېر مهمو او ستراتېژيکو سيمو پوستې له جګړې پرته پرېيښي چې له امله يې خلک اندېښمن دي.
خو بل لورته چارواکي بيا وايي چې دغه پوستې د افغان ځواکونو او عامو خلکو د تلفاتو د مخنيوي په موخه پرېښودل شوې دي.
دغه پوستې په مرکز ښرنه، بره کي برک او محمد اغې ولسوالۍ کې وې او اووه کاله وړاندې جوړې شوې وې.
په دې اړه د بره کي برک ولسوالۍ د چلتن سيمې قومي مشر عبدالله د تلې په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو اووه کاله وړاندې د دوى د سيمې پر يوې غونډۍ پوسته جوړه کړې وه.
ده زياته کړه: ((دا پوسته ډېره تر تهديد لاندې وه، همېشه طالبانو پرې حملې کولې، خو څو ورځو وړاندې عسکر ترې لاړل او پوسته يې پرېښوده چې بيا وروسته طالبان ورغلل او پوسته يې کډه وډه کړه.))
د عبدالله په وينا، د دې پوستې په پرېښود سره خلک په دې باور شول چې حکومت نور نه شي کولى د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي.
دغه راز د محمد اغې ولسوالۍ د زرغون ښار سيمې اوسېدونکي حاجي داوود پژواک ته وويل چې افغان ځواکونو د دوى له سيمې څخه هم خپله پوسته لرې کړې ده.
ده وويل: (( له کلونو راهيسې دلته امنيتي پوسته وه، خو تېره ورځ يې خپله کډه بار کړه او لاړل اوس ورته طالبان راغلي او خپل سپين بيرغ يې پرې پورته کړى دى.))
د هغه په وينا، دغه پوسته د امنيت د ټينګښت له پلوه ډېره ګټوره نه وه، خو په سيمه کې يې د حکومت حضور ساتلى و.
همدارنګه د مرکز پل علم د دادوخېلو سيمې قومي مشر اغاجان پژواک ته وويل: (( دلته د غره په لمن کې يوه پوسته وه، کله نا کله به کلي ته د تالاشۍ لپاره راتلل، خو وړمه شپه يې هرڅه بار کړي او له دې ځايه تللي دي.))
ده وويل، تر اوسه روښانه نه ده چې حکومت ولې دا پوسته پرېيښې خو خلک اندېښنه لري چې حکومت نه غواړي نور د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي.
په دې اړه د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې د حکومت دغه اقدام د ستايلو دى.
د وکيل د معلوماتو له مخې، امنيتي ځواکونو د مرکز له دادو خېلو او التمور، د بره کي برک له چلتن، احمد کلا او خان تپې او د محمداغې ولسوالۍ له زرغون ښار او ځينو نورو سيمو څخه پوستې لرې کړې دي.
ده زياته کړه: (( په دې سيمو کې د طالبانو واک ډېر و، هره ورځ به امنيتي ځواکونو تلفات ورکول، حکومت ښه کار کړى چې دغه پوستې يې لرې کړې دي.))
دغه راز د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي پژواک ته وويل چې له ځينو سيمو څخه امنيتي پوستې پرته له فشار او جګړې څخه ايستل شوې دي.
د هغه په وينا، د ولايت په امنيتي غونډه کې پرېکړه وشوه چې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه دې له دغو سيمو څخه پوستې لرې کړاى شي.
ده زياته کړه: (( دغه پوستې په داسې ځايونو کې وې چې ډېرى وخت به د جګړې پرمهال عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښته، نو ځکه لرې شوې خو پلان داسې دى چې په هغو سيمو کې به پوستې جوړې کړو چې هلته د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه کمه وي.))
بل لورته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه پوستې د طالبانو د بريدونو او فشارونو له امله پرېښودل شوې دي.
هغه وایې: (( حکومت نه شواى کولی چې خپلې امنیتي پوستې وساتي او ورته اکمالات وکړي، نو ځکه طالبانو پوستې ورڅخه ونیولې.))
د خپاره شويو راپورنو له مخې، په يادو سيمو کې ډېرى وخت د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېدلې چې مرګ ژوبله به يې هم لرله.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










