ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند شکمنه پيښه کې یو سرتیری وژل شوي ۲۹ نور ټپیان دي

د هلمند شکمنه پيښه کې یو سرتیری وژل شوي ۲۹ نور ټپیان دي

author avatar
1 Oct 2018 - 18:59
د هلمند شکمنه پيښه کې یو سرتیری وژل شوي ۲۹ نور ټپیان دي
author avatar
1 Oct 2018 - 18:59

لښکرګاه(پژواک،٩تله٩٧): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې دیوې شکمنې پيښې له امله یو سرتیی وژل شوی او ۲۹ نور ټپیان دي، چې پولیس هم پکې دی.

هلمند کې يوې حکومتي سرچينې د تلې په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته امريکايي ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر افغان ځواکونو هوايي بريد کړى دى.

هغه وويل چې په دغه پېښه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

خو یوې بلې سرچینې وویل، چې په یاده سیمه کې د نامعلوم لوري څخه توغول شوی توغندی لګیدلی، چې له مله یې سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو بل لورته لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون یوې سرچینې  پژواک ته وويل چې له دې پېښې څخه تر اوسه د ملي اردو د یو سرتیري جسد او ۲۹ نور ټپیان راوړل شوي، چې پولیس هم پکې دي. 

د هغوى په وينا، د ټپيانو وضعيت د ډاډ وړ دى.

بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پيښه تاییدوي خو زیاتوي، جې څرنګوالی یې تر اوسه نه دی معلوم .

هغه پژواک ته وویل، چې یو پلاوی سیمې ته لیږل شوی دی، خو حقایق را معلوم کړي.

ځواک د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

نادعلي د هلمند له نا امنو ولسواليو څخه ده چې له څه مودې راهيسې په کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.