Language

د کندهار- سپین بولدک او سپین بولدک- ښوراوک سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې

کندهار (پژواک، ۱۰ تله ۹۷): د کندهار والي د څو تنو چارواکو په ملتیا تخته پل او سپين بولدک ولسوالیو ته سفر وکړ او د دوو لویو پروژو چارې یې پرانیستې.

دغه دوې پروژې د کندهار- سپین بولدک او سپین بولدک- ښوراوک سړکونو دي چې په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.

د دغو سړکونو د چارو د پيل په مراسمو کې د کندهار د والي زلمي ویسا تر څنګ، امنیتي چارواکو، د ولایتي شورا غړو، د یو شمېر ولسوالیو ولسوالانو او قومي مشرانو ګډن کړی وو.

د کندهار والي زلمي ویسا وویل، د کندهار- سپین بولدک د اوسني سړک تر څنګ به په موازي توګه د ۸۰ کیلومتره بل سړک جوړولو چارې تر راتلونکو دوو کلونو بشپړې شي.

هغه زیاته کړه، دغه سړک به په دوه طرفه بڼه په نړیوال معیار جوړ شي چې کورنۍ او بهرنۍ سوداګري به ورسره وغوړېږي او خلکو ته به ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

دی وايي، د دغه سړک په دوو برخو کې جلا جلا شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوی چې ۴۰ کیلومتره یې یوه شرکت ته په ۱،۲۵ میلیارده افغانۍ او ۴۰ کیلومتره نور یې بل شرکت ته په ۱،۳۳ میلیارده افغانۍ ورکړل شوی دی.

هغه وویل، د دغه سړک جوړولو لګښت د ټولګټو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

دغه راز د کندهار والي د سپين بولدک- ښوراوک سړک د جوړولو چارې هم پرانیستلې.

نوموړي وویل، دغه سړک چې ۹۳ کیلومتره اوږدوالی لري، په څلورو برخو کې څلورو جلا جلا شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوی او هر شرکت د دغه سړک د ۲۴ کیلومتره برخې د جوړولو مسوولیت لري.

ده زیاته کړه، د دغه سړک پر جوړولو ۷۵ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.

ویسا یادونه وکړه چې د دغو دواړو سړکونو له جوړېدو سره کورنۍ او بهرنۍ سوداګري وده کوي، د صادراتو او وارداتو په برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابروي او د سیمې د خلکو ترانسپورتي او ټولنیزې ستونزې هم حلوي.

د کندهار اوسېدونکي په معیاري بڼه د دغو سړکونو پر جوړولو خوښ دي او له اړوندو ارګانونو غوښتنه کوي چې د کار څارنه وکړي، څو په لوړ کیفیت یې د جوړولو چارې بشپړې شي.

login or register a new account.