منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نورستان کې یو سړک او پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

پارون (پژواک، ١٣ تله۱۳ مه): د نورستان ولايت چارواکي وايي چې په مرکزي نورستان کې د ۶۱،۹ میلیونه افغانیو په لګښت يو سړک او پول له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د نورستان د والي ویاند محمد سعید مومند د تلې په ۱۳ پژواک خبري اژانس ته وویل، د کلیو د پراختیا او بيارغونې وزارت د کلیو د ملي پروګرام له لوري د دغه ولایت مرکز اړوند کانتیوا درې ۱۶،۵ کیلو متره اوږد سړک د یوه کال په موده کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

هغه وايي، یاد سړک د اسعداباد – پارون له لویې لارې د کانتیوا درې پر خوا بېل شوی، چې ټولټال پرې ۴۵،۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

دی وايي، په یاد سړک کې څه باندې یو کیلومتر د ځايي خلکو له لوري هم جوړ شوی دی.

د نورستان د والي وياندوايي، کانتیوا دره کې د پاتې سړکونو او د ځینو لارو پر سړک بدلونې   لپاره سیمه کې د انجنيرانو سروې روانه ده، چې ډېر ژر به پرې عملي کار هم پیل شي.

مومند وويل چې د یاد جوړ شوي سړک په اوږدو کې ۴۵ استنادي دېوالونه، پولګوټي او واشونه هم جوړ شوي دي.

له دغه  سړکه  د کانتیوا درې شاوخوا ۳۰ لوی او واړه کلي ګټه اخلي، چې ځینو ځایونو کې یې پلنوالی اووه او ځینو ځایونو کې پنځه متره دی.

د یو بل خبر له مخې، د کانتیوا درې د تازه جوړ شوي سړک د پیل نقطه کې د پارون پر سیند ۴۰ متره اوږد پول په اساسي ډول له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته چمتو شو .

د نورستان د والي ویاند پژواک ته وويل، جوړ شوی پول د یوه کال په موده کې د کلیو پراختیا وزارت له بودیجې څخه د ۱۶،۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې سره له نن څخه پرې تګ راتګ پیل شو.

چارواکي وايي، کانتیوا درې ته د غځېدلي تازه جوړ شوي سړک او د دې سړک د پیل په نقطه کې د پول په جوړېدو سره د یادې درې د خلکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره هوارې شوې.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه