جلال اباد (پژواک، ۱۴ تله ۹۷): د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تر کلونو نا امنۍ وروسته يې د وسله والو پر ضد وسله پورته کړې او خپل امنيت يې په خپله ټینګ کړی، خو حکومت ورته د رغنيزو چارو په برخه کې اوس پاملرنه نه کوي.
دوی وايي، پخوا د نا امنۍ له امله دغلته د رغونې کارونه ډېر نه دي شوي او اوس چې دوی خپله امنيت تامين کړی، نو حکومت دې ورته رغنيزې پروژې ورکړي چې ځوانانو ته د کار پیدا کېدو تر څنګ د دوی ستونزې هم حل شي.
د کرنې، روغتيا، پوهنې، رغونې او کار په برخو کې د دې ولسوالۍ خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
دغه ولسوالي چې د ننګرهار له نا امنو ولسواليو شمېر کېده، څو مياشتې وړاندې په کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د ولسي خلکو په همکارۍ پراخ عمليات پيل شول چې د چارواکو په وينا، اوس د ولسوالۍ ۸۰ سلنه خاوره د دوی تر کنټرول لاندې راغلې ده.
قومي مشر عبدالجلال پژواک ته وويل چې تر اوسه هېڅ پروژې نه دي پلې شوې، ښوونځي سرپناه نه لري، سړکونه او لارې خرابې دي، خوړونه استنادي دېوالونه نه لري، د روغتيا په برخه کې هم هېڅ کار نه دی شوی.
دی وايي، پخوا نا امني پلمه کېډه خو د رغونې په برخه کې هېڅ ستونزه نه وه او حکومت خپله ناغېړي کړې او هېڅ توجه يې نه کړې؛ ځکه د هغه د معلوماتو له مخې، د کانال د بيارغونې پروژه پلې شوې، هېچا يې ممانعت نه دی کړی.
ملک احسان الله خان وایي چې دغلته امنيت د ولس له پاڅون سره ښه شوی، اوس هر څوک کولی شي د ولسوالۍ هر ځای ته ولاړ شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د ولس له پاڅون وروسته يوازې د عامې روغتيا رييس ورغلی، د يو پنځوس بستريز روغتون جوړولو ژمنه يې ورسره کړې، نور هېچا ورته پاملرنه نه ده کړې.
دی وايي، له تېرو لسو کلونو راهيسې دغې ولسوالۍ کې د بيارغونې او يا نور عامه خدماتي کارونه نه دي ترسره شوي.
ايمل د دې ولسوالۍ د چهاردهي کلي اوسېدونکی دی، وايي، سره له دې چې ځوان نسل يې له تعليمه لرې پاتې دی، د ډېرو سيمو ښوونځي يې د جګړو له امله ړنګ شوي او يا زيانمن شوي چې بيارغونې ته اړتیا لري.
دی دغه راز يادونه کوي چې د ولسوالۍ خلک يې د روغتيا په برخه کې هم ستونزې لري، د بيارغونې کارونه په کې له ډېر وخت نه دي ترسره شوي او ګڼ شمېر ځوانان يې بې روزګاره دي.
د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند هم له پژواک سره په خبرو کې تاييد کړه چې د دې ولسوالۍ خلک په بېلابېلو ستونزو کې راګير دي او يادې ستونزې يې له ولايتي ادارې سره شريکې کړې دي.
دی له مرستندويه ادارو غواړي چې دې ولسوالۍ کې هېڅ امنيتي ګواښ نشته او بايد د خلکو د ستونزو د حل لپاره کار وکړي.
د ننګرهار ولايتي اداره هم د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزې مني خو وايي، يادې ولسوالۍ ته ځانګړي پلانونه جوړ شوي او په نږدې راتلونکي کې به په کې ځانګړې پروژې پلې شي.
د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې دوی ته د بټي کوټ ولسوالۍ د خلکو ټولې ستونزې او ټول اړخونه لومړيتوب لري او هرې برخې ته به يې ځانګړې پاملرنه وشي.
بټي کوټ ولسوالۍ چې پراخې زراعتي ځمکې لري، د تېرو لسو کلونو نا امنۍ له امله د رغونې له اړخه ډېره وروسته پاتې شوې ده.
تازه تازه په کې خلکو د امنيت د ټينګښت لپاره قرباني ورکړې، خو غوښتنه يې دا ده چې حکومت دې ورته د ستونزو د حل په برخه کې پاملرنه وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










