منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د دوه ميليونه ډالرو په لګښت د اوبو کانال جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۵ تله ۹۷): د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د دوه ميليونه ډالرو په لګښت يو کانال جوړېږي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به یې چارې بشپړې شي.

د چارواکو په وينا، ياد کانال د دې ولسوالۍ د څلورو لويو کليو ۳۴۴ هکتاره ځمکه خړوبوي او ۳۳۵۰ کسانو ته به د کار زمينه هم په کې برابره شي.

د دغه کانال د جوړېدو تړون د تلې به ۱۵مه د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر کې د والي حيات الله حيات او د PMS په نوم د يوې جاپانۍ موسسې ترمنځ لاسليک شو.

د ننګرهار والي د يو رسنيز کنفرانس پر مهال وويل چې د دغه ولايت د ښېوې ولسوالۍ اړوند د مرواريد کانال دويمې برخې چارې به نږدې راتلونکي کې د دوه ميليونه ډالرو په لګښت پيل شي.

هغه زياته کړه چې ياد کانال د جوړېدو چارې د PMS په نوم يوه جاپانۍ موسسه مخې ته وړي چې تر دې وړاندې يې هم هلته د دغه کانال د لومړۍ برخې د جوړېدو چارې مخې ته وړې دي.

د والي په وينا، دغه کانال به د ښېوې ولسوالۍ د کچړۍ، بېلې، کوټۍ او تاران کلیو ۳۴۴ هکتاره ځمکه خړوبه شي او په دوو کلونو کې به ۳۳۵۰ کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړي.

حيات وايي، د کانال په اوږدو کې بېلابېل زابرونه، پلونه، پلچکونه، استنادي دېوالونه او نور ساختماني کارونه هم پلان شوي چې لويه موخه يې يادو سيمو ته د اوبو رسول او د ځمکو کرنيزه کول دي.

د PMS جاپانۍ موسسې مشر تيسي ناکامورا وويل چې په دې وروستيو کې د ننګرهار ګڼې سيمې له وچکالۍ سره مخ دي؛ نو ځکه دوی د اوبه خور سيستم رامنځته کولو لپاره د کانالونو جوړېدو په برخه کې ډېر کار کوي.

هغه وايي، د خپلو ټولو ترسره کړو کارونو پوره ضمانت ورکوي او دوی تر هغه وخته بله پروژه نه پيلوي چې لومړۍ پروژې يې ښه پايله نه وي ورکړي.

بلخوا د دې موسسې مرستيال ډاکتر احمد ضياء وويل چې يادې موسسې په تېرو پنځلس کلونو کې د دغه ولايت بېلابېلو ولسواليو کې د ۱۲ کانالونو او استنادي دېوالونو د جوړېدو چارې ترسره کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه