کندهار (پژواک، ۱۶ تله ۹۷): په کندهار کې د لومړي ځل لپاره د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د کتنې او نړیوال سرټیفیکټ ورکولو مرکز جوړېږي چې په دې توګه به بهر ته د مېوو او نورو کرنیزو محصولاتو لېږد معیاري شي.
د دغه مرکز لپاره په کندهار صنعتي پارک کې ۱۵ جریبه ځمکه ځانګړې شوې چې نن یې د تخنیکي سروې چارې پیل شوې.
په دغو مراسمو کې له کرنې وزارت څخه راغلي پلاوي، د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب او یو شمېر سوداګرو ګډون کړی وو.
منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، کندهار د هېواد په کچه کرنیز ولایت دی چې وچه او تازه مېوه یې ښه شهرت لري او په پراخه کچه بهر ته صادرېږي.
دی وايي، په همدې بنسټ په کندهار کې دغسې یوه مرکز ته اړتیا لیدل کېده څو د مېوو او کرنیزو توکو کیفیت په کې وکتل شي او د نړیوال سرټیفیکيټ په لرلو بهر ته صادر شي.
د ده په خبره، په دې توګه به د کندهار کرنیز محصولات او مېوې په بهرنیو مارکېټونو کې خپل اعتبار او باور ډېر کړي او لا ښه بازار به پیدا کړي چې د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبوي.
د کرنې له وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر شاه محمد حمیدي وویل، په کندهار کې به د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د کتنې او نړیوال سرټیفیکيټ ورکولو مرکز په جوړېدو سره د کرنیزو محصولاتو او مېوو سوداګري معیاري شي او وده به وکړي.
هغه زیاته کړه، دغه مرکز د نړيوالو بانک په مالي لګښت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې جوړېږي.
ده یادونه وکړه چې اوسمهال د افغانستان مېوې په نړيوالو بازارونو کې د نورو هېوادونو په نښه او نوم پلورل کېږي، خو له دې وروسته به په خپل نوم او نښه نړیوالو مارکېټونو ته وړاندې شي.
هغه خبر ورکړ چې ورته مرکزونه به په کابل او هرات کې هم جوړ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي هم په دې ولایت کې د دغه مرکز جوړولو د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ په وده کې مهم وباله.
ده وویل، دا به په ټولو پرمختللو وسایلو سمبال مرکز وي چې پر جوړېدو یې ښايي له ۵ تر ۶ سوه زره ډالر ولګول شي.
login or register a new account.