منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند پوهنتون لپاره د عصري تالار جوړولو چارې پیل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۳ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ تله ۹۷): د هلمند پوهنتون لپاره د ۲۴ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه تالار د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د دغه ولایت له نشه يې توکو سره د مبارزې رييس سید احمد ورور د تلې په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لګښت د اړوند وزارت له خوا ورکول کېږي.

هغه زياته کړه چې دا ودانۍ به د ۵۰۰ کسانو د ناستې ځای ولري او د ۱۸ میاشتو په موده کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ورور وايي چې له تېرو څو کلونو راهیسې په هلمند کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ۱۱ لويې پروژې له بېلابېلو ادارو سره لاسلیک کړې چې ډېری يې بشپړې شوې او یو شمېر نورې تر کار لاندې دي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان وويل چې هلمند د هېواد او نړۍ په کچه د نشه يې توکو د کر له امله بد نوم خپل کړی او په دغه کار کې د دولت پر وسله والو مخالفینو سربېره یو شمېر مافیايي کړۍ او زورواکي کروندګر د ترياکو کر ته مجبور او تشويقوي.

هغه زیاته کړه، حکومت د نشه يې توکو د مخنیوي لپاره پر بدیل سربېره د قانون پلي کېدو ته ډېره پاملرنه کوي او بېلابېل پلانونه يې تر لاس لاندې دي.

په دغو مراسمو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيرې مېرمن سلامت عظيمي هم ګډون کړی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه