منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار او کندوز ولايتونو کې د دوو پروژې چارې پيل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲ لړم ۹۷): په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ  رياست له لوري د پنځه عشاريه درې ميليونه افغانيو په لګښت په څېړنيز فارم کې د مالدارۍ لپاره اساسي روغتيايي مرکز د جوړېدو چارې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.

د ياد کمپلېکس جوړولو د بنسټ ډبره د لړم په ۲مه جلال اباد ښار کې د مرستيال والي او د کرنې رييس له لوري کېښودل شوه.

د دغو مراسمو پر مهال په مالي او اداري چارو کې د ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل چې د مالدارۍ لپاره د ياد روغتيايي مرکز په جوړېدو سره به د مالدارو ګڼې ستونزې حل او هم به د مالدارۍ برخې د تقويې لپاره اغېزناک تمام شي.

د کرنې او مالدارۍ رييس نورالله سباوون  وويل، د وترنري دغه معياري کمپلېکس د کرنې وزارت د پرمختيايي بودجې په شاوخوا پنځه عشاريه درې ميليونه افغانۍ د نهه مياشتو په موده کې جوړېږي.

دی زياتوي چې دغه کمپلېکس پر اداري خونو سربېره د مسلکي کارونو لپاره خونې، لابراتوار او نور اړين ملحقات لري چې د نږدې يوه کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

تر دې وړاندې د ننګرهار کرنې رياست اړوند د تخمونو ساتنې د تصدۍ امريت لپاره هم د ودانۍ او کمپلېکس د جوړېدو چارې پيل شوې وې.

بلخوا په کندوز کې د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو پروژه پيل شوه.

د کندوز ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندوز د مرکز اړوند د رستاق اباد کلي ۶۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو یاده پروژه نن (د لړم ۲مه) د کندوز د والي عبدالجبار نعیمي او ځینو مسوولینو له لوري د بنسټ ډبرې په اېښودو سره پیل شوه.

په دې پروژه کې د پاکو اوبو څاه، د اوبو لویه ذخیره، ۶۵۰ کورنیو ته د نلونو له لارې د اوبو رسول چې ټولټال پرې اته میليونه او څه باندې اووه سوه زره افغانۍ لګښت راځي شامل دي چې رغنیزې چارې به يې د پنځو میاشتو په اوږدو کې بشپړې او رسماً به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د  کندوز والي د پروژې د چارو د پيل په موخه نیول شوو مراسمو کې د سیمې خلکو ته د دې پروژې د چارو د پيل له امله مبارکي وویله او له ټولو يې وغوښتل چې په خپلو سیمو کې د پراختیايي پروژو تطبیق ته زمینه برابره کړي.

هغه پر خلکو ټینګار وکړ چې په ټول قوت سره د عامه پروژو د ساتنې لپاره کار وکړي.

نعیمي وویل: ((خوشاله یم چې په دې وروستیو کې د کندوز په مرکز او ولسوالیو کې د یو شمېر پروژو د پيل او ګټې اخیستنې د پروګرامونو شاهدان یو، د پرمختګ په ټولو چارو کې د خلکو ونډه اساسي او ارزښتمنه ده، د ټولنې هر وګړی مسوول دی چې په خپلو سیمو کې پراختیايي پروژو د تطبیق زمینه برابره کړي او په دې سره ځانونه د خپلو سیمو د ابادۍ اتلان کړي.))

د سیمې یو شمېر مشرانو هم په وار سره خبرې وکړې، د پروژې د چارو پر پيلېدو خوښي وښوده او په دې برخه کې يې د ولایت مقام له پاملرنې مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې په خپلو سیمه کې به هېچا ته د دې موقع ورنه کړي چې عامه تاسیسات او پروژې زیانمنې او تخریب کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه