مزار شريف ( پژواک، ۳ لړم ۹۷): له کابل وروسته د بلخ پوهنتون په ژورنالېزم پوهنځي کې د اړيکو څانګه پرانيستل شو.
د لوړو زده کړو وزارت مرستيال تواب بالاکرزي د لړم په ۳مه بلخ پوهنتون کې د اړیکو څانګې په پرانيسته کې وويل چې دغه څانګه د امريکا متحده ايالتونو او نبراسکا پوهنتون په مالي او تخنيکي مرسته پرانيستل شوه.
نوموړي وويل چې له کابل وروسته بلخ دويم پوهنتون دی چې د اړيکو ډيپارتمنت په کې ايجاد شو.
هغه زياته کړه چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د اړيکو څانګې جوړول د اوسني عصر مهمه اړتيا ده او په خبره يې چې لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي څو د هېواد په نورو پوهنتونونو کې هم دغه پروګرام پيل کړي.
بالاکرزی وايي چې له نړۍ سره د افغان لوستو ځوانانو په اړيکو کې يو لړ تشې محسوسېدې چې د همدې خلاوو ډکولو لپاره دغه ګام پورته شوی دی.
نوموړي وويل: ((د فعالې مفاهمې او کميونيکېشن درلودل د اوسنۍ نړۍ جدي اړتياوې دي، له بده مرغه موږ په دې برخه کې ستونزې لرو؛ هڅو مو دا ده چې په پوهنتونونو کې د ارتباطاتو د ډيپارتمنت تر څنګ د ټولو پوهنځيو لپاره د اړيکو په نوم د يو مضمون تدريسول هم نصاب کې شامل کړو)).
د لوړو زده کړو وزارت معين زياتوي چې په پوهنتونونو کې د نصاب بيا کتنې او د محصلينو او استادانو د ظرفيت لوړولو برخه کې لا ډېرو هڅو ته ضرورت دی چې دغه وزارت يې په پلان کې لري.
د هغه په خبره، د افغانستان په لويو پوهنتونونو کې د څېړنيزو مرکزونو د جوړېدو هڅې روانې دي چې په يو شمېر ولايتونو کې يې لومړني کارونه ترسره شوي دي.
بالاکرزی وايي چې لوړو زده کړو وزارت پوهنتونونو کې د کيفيت لوړېدو لپاره يو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي او زياتوي چې د ياد وزارت ټوله پاملرنه دې ته ده څو له لوړو زده کړو څخه فارغېدونکي ځوانان د کار د بازار پر شرايطو برابر وي.
افغانستان کې د نبراسکا پوهنتون د تعلمي پروګرامونو مسوول حميدالله انوري پژواک ته وويل چې په افغانستان کې د اړيکو د څانګو پيل کول له نړۍ سره د افغان ځوانانو د لا ډېر نښلولو په موخه رامنځته شوي دي.
د هغه په خبره، دغه پروګرام ځکه د ژورنالېزم پوهنځي په تشکيلاتو کې اضافه شوی چې موږ غواړو د رسنيزو اړيکو په برخه کې د مسلکي کسانو شمېر زيات شي.
انوري وويل چې نبراسکا پوهنتون به د اړيکو د څانګو استادان د لا ډېرو تجاربو اخيستو په موخه له افغانستانه بهر د نړۍ معتبرو پوهنتونونو ته ولېږي.
هغه همدا راز زياته کړه چې د ارتباطاتو ډيپارتمنت ټولو تخنيکي چارو ته به د دوی له خوا رسېدنه کېږي.
د بلخ پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد حميد صفوت هم په بلخ پوهنتون کې د ارتباطاتو څانګې پرانيستل د افغان ځوانانو يوه غوښتنه بولي چې بالاخره عملي شوه.
هغه وويل چې سږ کال د کانکور ازموينې له لارې د بلخ پوهنتون د ارتباطاتو څانګه کې شاملېدو لپاره ۷۰ محصلينو لاره پيدا کړې ده.
هغه وويل چې د نوې ايجاد شوې څانګې لپاره د لوړو زده کړو له خوا نوی اداري تشکيل هم منظور شوی چې په لومړي سر کې به څلور استادان او يو شمېر اداري کارمندان ولري.
د صفوت په خبره، بلخ پوهنتون کې د اړيکو څانګې لپاره د معلوماتي سرچينو په نوم يو مرکز هم جوړ شوی چې پر انټرنېټ سمبال دی او همدا راز مجهزه کتابتون هم لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










