جلال اباد (پژواک، ۸ لړم ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت او کابل ترمنځ د دويم ليڼ سړک د جوړېدو کارونه تر پخوا ښه شوي او اوس يې د لومړي پاس چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.
ټاکل شوې د دغه سړک د څلورو نورو برخو کال نږدې راتلونکي کې پيل شي او چارواکي وايي، د چارو د چټکتيا لپاره به څلورو شرکتونو ته ورکړل شي، د دغه سړک د جوړېدو پروژه لومړی يوه شرکت ته ورکړل شوې وه.
د فوايد عامې وزارت د معلوماتو له مخې، له کابل څخه تر جلال اباد ښار پورې د دویم سړک پر جوړېدو چې شاوخوا ١۵٠ کیلومتره اوږدوالى لري، په ټولیزه توګه ١۶٠ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.
دغه سړک د جلال اباد له ښاره پيلېږي او د ننګرهار څلور ولسوالۍ (سره رود، خوږياڼي، شېرزاد او حصارک) په بر کې نيسي، هاخوا لوګر ولايت ته اوړي او له کابل سره نښلېږي.
د دغه سړک پلنوالی ۱۱ متره پلان شوی، ټول حريم يې ۳۰ متره دی، دواړو خواوو ته ۳ متره شولډر هم لري.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ۸مه پژواک اژانس ته وويل، چې کابل - جلال اباد دويم لين سړک د لومړۍ برخې کارونه بشپړ شوي او د رغونکي شرکت مسولينو ته جدي سپارښتنه شوې، چې پاتې لس سلنه کار هم په نږدې وختونو کې پای ته ورسوي.
دغه برخه د جلال اباد ښار د سره رود له دوسرکې پيل او د خوږياڼو ولسوالۍ ترمملې سيمې رسېږي، چې د سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې سړک قير شاوخوا او هاخوا يې کانکريټي شکل باندې د رغنېدو کارونه روان دي.
د والي وياند وايي، د شرکت مسوولينو ته سپارښتنه شوې چې پاتې لس سلنه چارې په دوو میاشتو کې بشپړې کړي او دا ورته هم ويل شوي چې کاريګرو سره خپله حسابي پاکه او د ځمکو د استملاک موضوع هم حل کړي.
هغه وويل، اوس په مرکز کې د ټولګټو وزارت پر دې موضوع کار پيل کړی چې د ياد سړک د پاتې برخې کارونه په څلورو برخو ووېشي او څلورو شرکتونو ته يې ورکړ.
دی وايي، ياده چاره ځکه ترسره کېږي چې د سړک کارونه په چټکۍ ترسره شي او هم په کې شفافيت او د کارونو معيار برابر وي.
د ننګرهار د سره رود او خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکي د دغه سړک له اوسنيو چارو خوښ دي او غوښتنه کوي چې پاتې نور کارونه دې هم ډېر ژر پای ته ورسيږي.
د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی قسيم الله وايي چې پخوا د دې ولسوالۍ تر فتح اباد سيمې چې د ولسوالۍ اخيري سيمه ده، په يو ساعت کې رسېدلی؛ خو وايي د سړک په جوړېدو سره اوس همدغه موده نيمايي ته راښکته شوې ده.
د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې سيمې اوسېدونکی ننګيالی خان وايي، د دغه سړک په جوړېدو سره به جلال اباد ښار ته د راتګ پرمهال له موجوده ستونزو خلاص شي.
دی وايي، اوس هم کارونه په ډېر ځنډ شوي؛ خو که بيا يې هم د پاتې کارونو ترسراوی څومره ژر کېږي، هغومره به يې خلکو ته ګټه ډېره ورسېږي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د دغه سړک جوړوونکي شرکت له مسوولينو سره هم وغږېږي؛ خو تر بيا ځلي هڅو وروستو هم پر دغه کار بريالی نه شو.
د ياد سړک چارې په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې پيل شوې او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۷ کال په اپرېل مياشت کې پای ته ورسېږي؛ خو لا يې هم کارونه نه دي بشپړ شوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










