خوست ښار (پژواک، ۹ لړم ۹۷): د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت له خوا په خوست کې د ۲۱۹ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو چارې پيل شوې.
ولايتي چارواکي وايي چې په دې سره به د زده کوونکو او ښوونکو هغه ستونزې حل شي چې د سرپنا په نشتون کې ورسره مخ دي.
دا ۲۱۹ ښوونځي د هغې برنامې برخه ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د معارف د لومړۍ ورځې د پيل پرمهال اعلان وکړ چې له مخې به يې په ټول هېواد کې په راتلونکو دوو کلونو کې شپږ زره ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي.
د کليو پراختيا او بيارغونې وزير مجيب الرحمن کريمي چې نن د (لړم ۹مه) يې ددې ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې د نجونو د يو ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پردې پروژه باندې ټول ټال يو ميليارد او ۹۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
دی زياتوي: ((دا ښوونځي به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړېږي او ګټې اخيستنې ته به سپارل کېږي.))
نوموړي د خوست له خلکو غوښتنه وکړه چې ورسره همکاري وکړي څو دا پروژه په باکيفيته توګه سرته ورسوي.))
د رسمي سرچينو له مخې، دا مهال په ټول خوست کې د نجونو او هلکانو ۳۵۰ ښوونځي فعال دي چې د هغو له ډلې يې څه د پاسه دوه سوه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
په همدې حال کې د خوست والي حکم خان حبيبي پژواک اژانس ته وويل چې په راتلونکو دوو کلونو کې به په دې ولايت کې هيڅ داسې ښوونځی نه وي موجود، چې سرپنا ونه لري.
هغه وايي: ((زه ډاډه يم چې ددې ۲۱۹ ښوونځيو په جوړېدو سره به خوست کې د ښوونځيو د سرپناه ستونزه هواره او د زده کوونکو لپاره د زده کړې مناسب چاپيريال رامنځته شي او موږ دې برخه کې د ولسمشر څخه ځانګړې مننه کوو.))
په ورته وخت کې ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکو بيا پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل چې دولت بايد دا پروژه لومړی له لرې پرتو سيمو څخه پيل کړي، ځکه په وينا چې هلته زياتره ښوونځي له سرپناه بې برخې دي.
د عبيدالله او عارف په نوم د ګربزو ولسوالۍ دوه اوسېدونکي وايي:((دولت بايد د ښوونځيو جوړولو لپاره د ګربزو مښې او کاڅکۍ په څېر لرې سيمو ته لاړ شي. موږ دلته ښوونځی نه لرو، په يوه کور کې مو زده کوونکو ته د زده کړې زمينه برابره کړې ده.))
د خوست د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، چې دا مهال په ټول خوست کې درې سوه او ۵۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې له ۱۰۰ زرو ډېرې يې نجونې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










