منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لس ميليونه ډالرو په لګښت د کندوز د شهروان کانال د رغولو قرار داد د لاسليک شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

کندوز (پژواک، ١٤ لړم ٩٧) :  د لس ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د کندوز ولايت د شهروان کانال  د رغولو قرار داد نن  لاسليک شو.

د کندوز ولايت مقام له خوا د لړم په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه قرارداد د اوبو او انرژۍ وزارت دسرپرست محمد ګل خُلمي،يوشمېر معينانو او د کندوز د یو شمېر مشرانو په شتون کې د افغان صداقت ساختماني شرکت سره لاسلیک شو.

سرچينې زياته کړې، دغه کانال چې د موسمي سېلابونو  له امله سخت ويجاړ شوی، د درې کلونو په موده کې به يې ټولې ساختماني او رغنیزې چارې بشپړې شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ددې کانال رغېدو سره به ددې ولايت  ۵۴۷۶۰ هکتاره ځمکه  په منظمه توګه خړوبه شي او ددې کانال په اوږدو کې به ټول پرچاوونه  او پولګوټي هم په اساسي ډول جوړ شي.

د ولايت مقام د معلوماتو له مخې، دشهروان کانال لس ميليونه ډالره مالي لګښت د اسيايي پراختيايي  بانک له خوا ورکول کېږي، چې د ۶۶ کيلومتره اوږدوالي په لرلو سره له دشتې ارچې ولسوالۍ پيل - له کلبات ولسوالۍ تېرېږي او امام صاحب ولسوالۍ ته رسېږي.

سرچينه وايي چې له دې پروژې څخه به زرګونه کورنۍ په مستقمه او غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کوي.

د يادونې ده چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د ۲۵ میلیونه ډالرو په لګښت د خان اباد د اوبو او برېښنا بند قرار داد له یو هندي شرکت سره لاسلیک شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه