منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بامیان – دوشي سړک شپږمې برخې کار د ولسمشر له لوري پرانیستل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

بامیان (پژواک، ۱۸ لړم ۹۷): ولسمشرغني بامیان ته د سفرپه ترڅ کې، په دغه ولایت کې د نورو بنسټیزو پروژو په لار اچولو تر څنګ د بامیان- دوشي سړک شپږمې برخې کار هم پرانیست او ګواښ يې وکړ چې که پر ټاکلي وخت پای ونه مومي، تړون به فسخه شي.

ولسمشرمحمد اشرف غني نن سهار د دغه ولایت د شېبر ولسوالۍ په دوابي بلوله سیمه کې د بامیان- دوشي سړک د شپږمې برخې پرانیستنه،  د سالنګ بدیله لار وبلله.

نوموړي د یادو پروژو پرانیستې مبارکي سربېره وویل چې دا پروژې بامیان له طبیعي جغرافیوي زندان څخه بهر کوي.

د فواید عامې وزیر یما یاري وویل چې د بامیان- دوشي سړک د شپږمې برخې جوړونه نږدې ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، ۲۷ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي او په دوو کلونو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

هغه زیاته کړه چې د دغه سړک د ۱۲۰ کیلومتره پاتې برخې تدارکاتي پړاونه تر لاس لاندې دي چې عملي چارې به يې وروسته پیل شي.

په ورته مهال، د ولسمشرۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي چې د هېواد ولسمشر د ۴۴۳ امنیتي منسوبینو یو تشکیل هم منظور کړی دی.

هغه زیاته کړه: ((دا قطعه به بامیان ولایت کې دننه، د سړک جوړونې پروژو او د اوپراتیفي عملیاتو د ترسره کولو دنده ولري.))

د هغه په خبره، ملي اردو د دې قطعې د ځای پر ځای کولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابروي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه