منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې د اورګاډي پټلۍ امریت ته ودانۍ جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۹ لړم ۹۷): په کندهار کې د اورګاډي پټلۍ د امریت لپاره ودانۍ جوړېږي چې چارې یې نن په عینو مېنه کې د اداري کمپلېکس په ساحه کې پيل شوې.

د دې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې د کندهار ولایت د مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب تر څنګ یو شمېر چارواکو او مشرانو ګډون کړی و.

منیب وویل، دغه ودانۍ به په ۳ پوړه کې ۱۸ خونې ولري چې ۴۷ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د ودانۍ جوړولو لګښت د ټولګټو وزارت له خوا ورکول کېږي چې چارې به یې په یوه کال کې بشپړې شي.

دی وايي، د کندهار د اورګاډي پټلۍ امریت ودانۍ نه لرله چې د ولایتي ادارې د هڅو په پایله کې د مرکزي ادارې له خوا منظور شوه.

په کندهار کې د اورګاډي پټلۍ د امریت لپاره په داسې حال کې ودانۍ جوړېږي چې په دغه ولایت کې د اورګاډي هېڅ پټلۍ نشته.

د یادونې ده، پاکستان شپږ کاله وړاندې ژمنه کړې وه چې د کندهار او بلوچستان ايالت تر کوېټې ښار پورې به د اورګاډي پټلۍ وغځول شي خو تر دې مهاله د دغه کار هېڅ څرک نه تر سترګو کېږي.

هغه مهال په کندهار کې د پاکستان جنرال قونسل فرمان الله يوسفزي ویلي و چې په کابل کې د پاکستان او افغانستان د چارواکو ترمنځ په لوړ کچه خبرې شوې او پر دې سلا شوي چې د بلوچستان ايالت د کوېټې ښار او کندهار ترمنځ د رېل پټلۍ وغځول شي.

ده یادونه کړې وه چې د رېل پټلۍ لپاره له کوېټې تر ګډې پولې کارونه بشپړ شوي، يوازې د سپين بولدک ولسوالۍ له وېش سيمې تر کندهار ښار پورې د پټلۍ غځولو لپاره کار ته اړتيا ده.

چارواکي وايي، که څه هم پاکستان کلونه وړاندې د دغه کار ژمنه کړې وه خو دوی هم نه پوهېږي چې ولې یې خپله دغه ژمنه پوره کړې نه ده.

د چارواکو په وینا، له ټاپي پروژې سره په څنګ کې د اورګاډي پټلۍ پروژه هم په پام کې ده چې په راتلونکې کې د یو شمېر ولایتونو تر څنګ له کندهاره تېره شي.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ګاز د لېږد پر دې نل لیکه "ټاپي" ۱۰ میلیارده ډالر لګښت راځي او ۱۸ سوه کیلومتره اوږدوالی لري چې له ترکمنستان څخه د افغانستان د هرات، نیمروز، فراه، هلمند او کندهار له لارې د پاکستان له کوېټې او ملتان څخه هندوستان ته غځول کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه