جلال اباد (پژواک، ۲۹ زمری ۹۶): په نورستان کې په تېرو پنځلسو کلونو کې مواصلاتي سړکونه په پاخه ډول نه دي رغول شوي او د دغه ولایت پنځه ولسوالۍ لا هم له مرکز پارون سره نه دي وصل شوې.
د ولایتي شورا غړي او خلک تور پورې کوي چې رغنیزې چارې په ادارو کې د پراخ فساد شتوالي له کبله نه دي ترسره شوې.
د سړکونو او مواصلاتي لارو خراب وضعیت ته ځايي خلک اندېښمن دي او وايي چې هر ژمی یې د درنو واورو له کبله د تګ راتګ ستونزې دوه برابره ډېرېږي.
د نورستان د ولایتي شورا رييس سعد الله پاينده زوی پژواک اژانس ته وويل، نه یوازې دا چې سړکونه په پاخه ډول جوړ شوي نه دي، بلکې ډېرو ولسوالیو ته عمومي او فرعي لارې هم نه دې ورغلي.
نوموړی که څه هم په ځانګړي ډول د چا نوم نه اخلي؛ زیاتوي چې د پروژو د لګښت پیسې شخصي جېبونو کې اچول شوي دي.
د شورا رييس زياتوي: ((د یو کيلومتر نه کم کانکرېټي سړک جوړېږي، دا لویه مسئله وه چې تر ماليې او کورنیو چارو وزارت پورې لاړه، اوس چې ګورو ستونزې په داخل کې موجودي دي.))
وکیلان وايي، تېر کال یې حکومت له لوري د سړکونو نه رغولو په غبرګون د ولایتي شورا دروازې هم د څو ورځو لپاره تړلې وې.
د نورستان پنځه ولسوالۍ لا هم له مرکز پارون سره مواصلاتي لارې نه لري چې اوسېدونکي یې د ختیځ کونړ او لغمان ولایتونو له لارې مرکز پارون ته ورځي.
خلک د خپلو ستونزو په یادولو له مسوولینو غواړي چې سړکونه یې پاخه او ټولې مواصلاتي لارې یې جوړې کړي.
د سيمې يوه اوسېدونکي خانزلي پژواک ته وويل: ((مهمه خبره دا ده چې غربي نورستان له مرکز سره وصل شي، شپاړس کاله کېږي چې دغه سړکونه جوړ نه شو، زموږ غوښتنه له چارواکو دا ده چې دغه سړکونه جوړ کړي .))
دغه راز د واصل په نوم د نورستان يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل چې ستونزې له حده ډېرې دي، د کرایې لوړوالي ستونزه شته، که څوک وظیفه لري، په میاشتو میاشتو نورستان او یا ولسوالیو ته نه شي تللی.
خرابې لارې د نورستان خلکو ته هغه مهال ستونزې څو چنده ډېرې کړې چې ژمی درنې واورې وورېږي او د لارې تړل کېدو له کبله په اوونیو ـ اوونیو خلک له کورونو نه شي راوتلای.
ولایتي اداره بیا د مواصلاتي لارو او سړکونو ته د نه پاملرنې پړه پر پخوانیو چارواکو اچوي او وايي، اوس یې تر خپله توانه کار کړی دی.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي چې اوس په دغه ولايت کې د لارو د رغونې تر څنګ ډېرې رغنيزې پروژې تر کار لاندې دي.
نوموړی وايي: ((زیات ګرمه پخوانۍ محلي ادارې وه چې په دې برخه کې نه ده توانېدلې مناسب کار وکړي، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې کومکونه امکانات او هغه پیسې نشته دي، په نورستان کې چې کوم کارونه شوي زیات کار اوس شوی، دا به زما دعوه نه وي، ولسونه خبر دي چې په دې درې کلونو کې کار شوی.))
والي حافظ عبدالقیوم زياتوي، په پلان کې ده چې په مرکز پارون کې نیم کیلومتر سړک په کانګرېټي ډول ورغول شي او د فرعي لارو تر څنګ به یو شمېر پلچکونه هم جوړ کړي.
نوموړي دغه راز وویل چې په نږدې راتلونکي کې به له مرکز پارون سره د ختیځ او لوېدیځ نورستان د وصلولو تر څنګ د پارون ـ اسعداباد ۸۶ کیلومتره غځېدلی سړک هم په پاخه ډول ورغول شي.
د هغه په وينا، يو لوړپوړى دولتي پلاوى څو ورځې مخکې دغه ولايت ته راغلى و او دوى ورته ټولې ستونزې ورکړې چې له مرکز سره يې شريکې کړي.
نورستان اووه ولسوالۍ لري، واما، کامدېش، برګمټال، دواب، نوګرام، وانټ وايګل او منډول چې برګمټال او کامدېش يې ختيځ او دواب، منډول او نورګرام يې په لوېديځ نورستان يادېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










