منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې د لمریزې برېښنا د تولید د دوو پروژو کارونه ورو روان دي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

کندهار (پژواک، د لیندۍ لومړۍ نېټه، ۹۷): په کندهار کې د لمریزې برېښنا د تولید د دوو پروژو کارونه په داسې حال کې ورو روان دي چې د کندهار ښار اوسېدونکو ته په هرو  ۴۸ ساعتونو کې د ډېزلي جنراتورونو پر مټ یواځې ۲ ساعته برېښنا ورکول کېږي.

د برېښنا ریاست چارواکو څه موده وړاندې ویلي وو چې د لمریزې برېښنا د تولید د پروژو کارونه چټک شوي او تر راتلونکو دوو میاشتو به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي، خو د شاوخوا درېیو میاشتو په تېرېدو یې لا چارې بشپړې شوې نه دي.

د لمریزې برېښنا د تولید دغه دوه پلانټونه یوه یې ۳۰ او بله یې ۱۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي.

چارواکو دغه څرګندونې داسې مهال کړې وې چې د هلمند په کجکي بند کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا د تولید چارې په ټپه درېدلې وې او اوس هم ولاړې دي.

د کندهار د برېښنا رییس امان الله فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د سولر برېښنا د پلانټونو د پروژو اړوندو مسوولینو څو میاشتې وړاندې ورسره ژمنه کړې وه چې خپل کارونه یې چټک کړي او تر راتلوکو څو اوونیو به د دغو پلانټونو مزي له مرکزي برېښناکوټ سره وصل شي چې هغه مهال یې د پایو لګولو کار روان وو.

دی وايي، پرېښنا شرکت خپلې ټولې اړوندې چارې چې د مزیو غځول، د پایو لګول او نور په کې شامل دي، بشپړې کړي، خو اړوندو کمپنیو چې د سولر پلانټونه د چمتو کولو چارې پر غاړه لري، پر خپله ژمنه نه دي ولاړ او چارې یې ورو روانې دي.

د ده په خبره، په دې اړه یې مرکزي ادارې ته شکایت هم کړی چې هغوی یې په اړه اقدام وکړي.

ده وویل، د ۳۰ مېګاواټه سولر پلانټ لپاره د کندهار په دامان ولسوالۍ کې هوايي ډګر ته څېرمه او د ۱۰ مېګاواټه سولر پلانټ لپاره د همدې ولسوالۍ نساجي فابریکې ته مخامخ زرګونه جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

هغه زیاتوي، د دغو پلانټونو اړوند د احاطې د دېوالونو او اړوندو نورو ودانیو چارې مخکې بشپړې شوي او اوس په کې د لمریزې برېښنا د تولید د هېندارو د نصبول پيل شوي، خو چارې یې ورو روانې دي.

د ده په خبره، د ۳۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې ټول لګښت ۳۹ میلیونه امریکايي ډالر دی چې ۱۴ میلیونه ډالره یې د افغانستان د دولت له خوا د سب سایډي په توګه ورکول کېږي، خو پاتې پیسې د زولارستان او ۷۷ ترکي کمپنیو له خوا ورکول کېږي.

د ده په وینا، د دغې پروژې د ۱۵ مېګاواټه برېښنا د تولید چارې د ترکۍ ۷۷ کمپنۍ او د ۱۵ مېګاواټه برېښنا د تولید چارې د زولارستان کمپنۍ له خوا بشپږېږي.

دی وايي، د قرارداد له مخې یادې شوې کمپنۍ تر راتلونکو شلو کلونو دغه برېښنا د افغانستان پر برېښنا شرکت په ټیټه بیه پلوري او وروسته به بشپړه پروژه د افغانستان برېښنا شرکت ته سپاري.

ده یادونه وکړه چې د ترکۍ کمپنۍ له کارونو خوښ دي او د ۱۵ مېګاواټه برېښنا اړوند شاوخوا ټولې چارې یې بشپړې کړې دي، خو د زولارستان کمپنۍ کارونه ډېر ورو دي.

دغه راز د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پلانټ د نصب چارې د ۱۹ میلیونه ډالرو په لګښت تر سره کېږي چې ۱۰ میلیونه ډالر د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې او پاتې ۹ میلیونه ډالر د اړوندې کمپنۍ (زولارستان) له خوا ورکول کېږي.

د دغې پروژې کار له درې کلن ځنډ وروسته، تېر کال (د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د سپټمبر په ۲۴مه) پيل شوی او ژمنه شوې وه چې د دولسو میاشتو په اوږدو کې (د ۲۰۱۸ کال د اګست تر میاشتې) به بشپړ شي.

خو تر دې وروستیو یې یواځې د احاطې د دېوال او ځمکې د هوارولو چارې بشپړې شوې وې او نور کارونه یې ځنډېدلي دي.

د برېښنا رییس وايي، د دوی پر ډېر ټینګار سربېره اوس هم د دغې پروژې چارې ورو دي.

د ده په خبره، د یادو شوو دواړو پروژو په بشپړېدو سره به د کندهار صنعتي پارک د برېښنا ستونزه یو مخ هوارېږي او اضافي برېښنا ښاریانو ته ورکول کېږي.

اوسمهال د کندهار صنعتي پارک ته د ۱۰ ساعتونو لپاره د اوونۍ شپږ ورځې ۸ مېګاوټه برېښنا له ډېزلي جنراتورونو ورکول کېږي چې بسنه نه کوي.

د کجکي بند د برېښنا په اړه فاروقي وویل،په دغه بند کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا د تولید توربینونه درېدلي دي او د کندهار ښاریانو ته یواځې له ډېزلي جنراتورونو په ۴۸ ساعتونو کې ۲ ساعته برېښنا ورکول کېږي.

دی وايي، په ټولیزه توګه ټول هېواد او په ځانګړې توګه سوېلي زون سختې وچکالۍ ځپلی چې له امله یې د هلمند په کجکي بند کې د اوبو کچه له ۷۰ مترو څخه ټېټه شوې ده.

د ده په خبره، په دې ورځو کې د کجکې بند اوبه بېرته په ډېرېدو دي او تمه ده چې تر راتلونکو څو ورځو توربینونه بېرته فعال او کندهار ته برېښنا جریان پيدا کړي.

پر کجکي بند ۳ توربینونه نصب شوي چې په عادي حالت کې ۵۱ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او کندهار ته ورڅخه ۲۰ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي.

فاروقي له کابل څخه کندهار ته د وارداتي برېښنا د لېږد په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې وارداتي برېښنا له کابل څخه تر غزني ولایت پورې رارسېدلې او له غزني څخه تر کندهاره یې سروې بشپړه شوې او اوس یې د پایو د نصبولو لپاره د ځمکې د استملاک چارې روانې دي.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا کمښت د کندهار د ټولو اوسېدونکو او په ځانګړې توګه د فابریکو د مسوولینو لپاره لویه ننګونه ده.

نوموړی زیاتوي، له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یواځې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي، خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.

د ده په خبره، لسګونه نور پانګه وال همدې لمریزې برېښنا ته په تمه دي، څو هغوی نوې فابریکې جوړې او فعالې کړي.

دی وايي، په کندهار کې له ٢٠٠ ډېرې فابريکې شته چې پنبه، غوړي، کنجاړه، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې تولیدېږي، چې شاوخوا ٥ زره تنه په کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

خو نوموړی زیاتوي چې ډېرې دغه فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلي او يا نيمه فعاليت لري چې پانګه وال يې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دی غوښتنه کوي چې د دې پروژې چارې دې له شوو ژمنو سره سم چټکې او بشپړې شي.

دغه راز د کندهار اوسېدونکي هم وايي چې د برېښنا نشتوالي یې پر ژوند بد اغېز کړی او کلونه وشول چې له دې ستونزې کړېږي.

دوی هم غوښتنه کوی چې د حکومت دې پر اړوند کمپنیو فشار راوړي څو په کندهار کې د سولر پلانټونو د نصب او تولید چارې ګړندۍ کړي.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ د مالیې وزارت په مشرۍ د څو وزارتونو یو ګډ پلاوی کندهار ته راغلی و او خبر یې ورکړ چې په دې ولایت کې د خصوصي سکتور په مرسته د ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید پلانټ نصبوي.

دغه پلاوي د دغه پلانټ لپاره له ولایتي ادارې ۵ زره جریبه ځمکه غوښتې وه چې د کندهار ښار تر څنګ به ګڼو ولسوالیو ته هم برېښنا ورکړل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه