منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لغمان د ښار جوړولو ریاست ته نوې ودانۍ جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۸ لېندۍ ۹۷): د لغمان ولايت د ښار جوړونې رياست لپاره نوې اداري ودانۍ د ۱١ ميليونه افغانيو په لګښت تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د لېندۍ په ۸مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د کور او ښار جوړونې وزیر روښان ولسمل او د لغمان والي محمد اصف ننګ له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د نوموړي په وینا چې پر دې ودانۍ شاوخوا يوولس ميليونه لګښت راغلی چې په دوه پوړونو کې په څلورنیم جریبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.

دغه راز د اړوندې موضوع په اړه جوړو شوو مراسمو ته د ښار او کور جوړونې سرپرست وزیر روښان ولسمل وویل چې په دغه ولایت کې به په نږدې راتلونکې کې ورته نورې پروژې هم بشپړې شي.

هغه د مهترلام ښار د نوي ماستر پلان د جوړېدو یادونه هم وکړه چې په عملي کېدو سره به یې خصوصي سکتور ته هم د کار زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې د لغمان والي محمد اصف ننګ خوښي وښوده چې په دغه ولايت کې د رغونې چارې په ګړندۍ توګه روانې دي.

هغه وویل، دغلته د چارو د ترسره کېدو پر مهال به روڼتيا او معيار ته پوره پاملرنه کوي او د درغليو د مخنيوي په موخه جدي څارنه کوي.

ځايي چارواکي وايي، هڅې يې پيل کړې چې د دغه ولايت ټولو دولتي اداراتو ته خپلې ودانۍ جوړې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه