منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار د دوربابا خلک دې ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک له خرابوالي شکایت کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٨ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له کلونو یې د خپلې ولسوالۍ امنيت خپله ساتلی، خو لا يې هم سړک نه دى پوخ شوى او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، څو ځلې ورسره د سړک د جوړېدو ژمنې شوې خو عملي کار يې تر اوسه نه دى پيل شوى.

ځايي خلک وايي، ډېر کله هغه ميندې چې پر ماشوم ناروغې وي او دوی يې ښار ته لېږدوي، د همدغه خراب سړک له امله مور خپله او يا يې هم ماشوم ژوند له لاسه ورکوي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په نورو برخو کې يې هم ستونزې ډېرې دي، خو د سړک ستونزه ځکه جدي ده چې دغه ولسوالي يې له هر پرمختګ او اسانتياوو بې برخې کړې ده.

د دوربابا يوه قومي مشر ملک اختر ګل د لېندۍ په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل، له کلونو راهيسې ولايت مقام، د کليو پراختيا رياست، ټولګټو رياست، ولايتي شورا، ولسي جرګې او يو شمېر وزارتونو ته د خپلې دې ستونزې د حل عريضې کړې خو يواځې ژمنې ورسره شوې دي.

هغه وايي: ((د دوربابا د نوم په اورېدو چارواکي فکر کوي چې همداسې به لرې وي لکه نوم یې، خو دومره لرې نه ده، يوازې دغې ولسوالۍ ته لږ ورتګ په کار دی، بدبختانه چې دلته چارواکي هم په اسانۍ نه راځي.))

يوه بل قومي مشر نېک عمر شينواری وايي، هر والي د راتګ په وخت کې ورسره د سړک د جوړېدو ژمنه کوي، خو د تګ پر مهال ورته يوازې همدومره وايي چې د ستونزې پر حل يې بريالی نه شو.

دی وايي، د ډېرو ولسواليو امنيت تامين نه وي، خو سړکونه يې پاخه شوي او دغه ولسوالۍ کې د امنيت خرابوالي بهانه هم نشته خو بيا يې هم سړک نه جوړېږي.

د دوربابا پخوانی ولسوال هميشه ګل مسلم وايي، د خپلې دندې پر مهال يې د سړک د پخېدو په اړه د خلکو غږ تر لوړو پوړو چارواکو رسولی خو لا هم دغه سړک ويجاړ پروت دى.

هغه غوښتنه وکړه چې حکومت دې دوربابا د اوسېدونکو دغه ستونزه هواره کړي.

په همدې حال کې ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست چارواکي وایي، له نازیانو تر دروبابا د ۲۲ کیلومتره سړک د ډیزان چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به يې په دوو مرحلو کې د رغونې کارونه پیل شي.

د دغه رياست مرستيال انجينر فضل الربي وليزي پژواک ته وويل، د سړک د جوړېدو بودجه منظور شوې او ډېر ژر به يې عملي کارونه پيل شي.

له ډيورنډ کرښې سره پرته دغه ولسوالي د ولس پر مټ امنه شوې او ځايي مسوولينو ورته د سولې ولسوالۍ لقب هم ورکړی، خو لا يې هم د ستونزو د حل لپاره کار نه دی شوی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه