منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له غزني تر کندهاره د وارداتي برېښنا د پایو او مزو نصبول پیل شوي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۳۰ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۳ لنیدۍ ۹۷): چارواکي وايي چې له غزني تر کندهاره د وارداتي برېښنا د پایو او مزو د نصبولو چارې پيل شوي او له کومې ستونزې پرته په چټکۍ روانې دي.

په کندهار کې د برېښنا حوزوي رییس امان الله ایوب فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې له کابل څخه تر غزني پورې د وارداتي برېښنا د لېږد چارې بشپړې شوې، مرکزي ادارې تصمیم ونیو چې له غزني تر کندهاره هم د وارداتي برېښنا د لېږد چارې پيل کړي.

دی وايي، څه موده کېږي چې له غزني تر کندهاره د یادې شوې برېښنا د لېږد اړوند او دسروې او د پایو د نصبولو لپاره د ځمکې د استملاک چارې بشپړې شوې او اوس یې د پایو او مزو د لګولو چارې عملاً پیل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه پروژه د KC په نوم یوې هندۍ کمپنۍ ته ورکړل شوې ده چې د څارنې چارې یې د برېښنا شرکت او د TT په نوم د یوې امریکايي کمپنۍ پر غاړه دي.

د ده په وینا، د وارداتي برېښنا د لېږد لپاره به له غزني تر کندهاره چې ټول واټن یې ۳۵۶ کیلومتره کېږي، ټولې ۱۳۶۷ پایې او ۵ سب سټېشنونه نصب شي چې تر دې مهاله یې ۱۱۱ پایې نصب شوې دي.

هغه وویل، ټاکل شوې ده دغه پروژه تر ۲۰۲۰ زېږدیز کال پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

فاروقي زیاتوي، پر دغه پروژه ۱۱۵ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې/USAID له خوا ورکول کېږي.

ده خبر ورکړ چې تر دې مهاله د دغې پروژې چارې د غزني په قره باغ، مقر د زابل شاجوى،  په کلات او ښار صفا او د کندهار په دامان ولسوالۍ کې په ښه توګه راونې دي او تر دې مهاله یې پر وړاندې کومه ستونزه نشته.

دی وايي، د یادې شوې پروژې له بشپړېدو سره به کندهار ۱۶۰ مېګاواټه برېښنا تر لاسه کړي او دغه راز به زابل ته هم له اړتیا سره سم برېښنا ورکړای شي.

بل خوا په کندهار کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د دوو پلانټونو کارونه ورو روان دي چې چارواکي یې د چټکوالي غوښتنه کوي.

د برېښنا ریاست چارواکو څه موده وړاندې ویلي وو چې د لمریزې برېښنا د تولید د پروژو کارونه چټک شوي او تر راتلونکو دوو میاشتو به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي، خو د شاوخوا درېیو میاشتو په تېرېدو یې لا چارې بشپړې شوې نه دي.

د لمریزې برېښنا د تولید دغه دوه پلانټونه یوه یې ۳۰ او بله یې ۱۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي.

د برېښنا حوزوي رییس امان الله ایوب فاروقي وايي، د سولر برېښنا د پلانټونو د پروژو اړوندو مسوولینو څو میاشتې وړاندې ورسره ژمنه کړې وه چې خپل کارونه یې چټک کړي او تر راتلوکو څو اوونیو به د دغو پلانټونو مزي له مرکزي برېښنا کوټ سره وصل شي چې هغه مهال یې د پایو لګولو کار روان وو.

دی وايي، برېښنا شرکت خپلې ټولې اړوندې چارې چې د مزیو غځول، د پایو لګول او نور په کې شامل دي بشپړې کړي خو اړوندو کمپنیو چې د سولر پلانټونه د چمتو کولو چارې پر غاړه لري، پر خپله ژمنه نه دي ولاړ او چارې یې ورو روانې دي.

د ده په خبره، په دې اړه یې مرکزي ادارې ته شکایت هم کړی چې هغوی یې په اړه اقدام وکړي.

د فاروقي په وينا، ، د ۳۰ مېګاواټه سولر پلانټ لپاره د کندهار په دامان ولسوالۍ کې هوايي ډګر ته څېرمه او د ۱۰ مېګاواټه سولر پلانټ لپاره د همدې ولسوالۍ نساجي فابریکې ته مخامخ زرګونه جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

هغه زیاتوي، د دغو پلانټونو اړوند د احاطې د دېوالونو او اړوندو نورو ودانیو چارې مخکې بشپړې شوي او اوس په کې د لمریزې برېښنا د تولید د هېندارو د نصبول پيل شوي خو چارې یې ورو روانې دي.

د ده په خبره، د ۳۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې ټول لګښت ۳۹ میلیونه امریکايي ډالر دی چې ۱۴ میلیونه ډالره یې د افغانستان د دولت له خوا د سب سایډي په توګه ورکول کېږي خو پاتې پیسې د زولارستان او ۷۷ ترکي کمپنیو له خوا ورکول کېږي.

د ده په وینا، د دغې پروژې د ۱۵ مېګاواټه برېښنا د تولید چارې د ترکۍ ۷۷ کمپنۍ او د ۱۵ مېګاواټه برېښنا د تولید چارې د زولارستان کمپنۍ له خوا بشپږېږي.

دی وايي، د قرارداد له مخې یادې شوې کمپنۍ تر راتلونکو شلو کلونو دغه برېښنا د افغانستان پر برېښنا شرکت په ټیټه بیه پلوري او وروسته به بشپړه پروژه د افغانستان برېښنا شرکت ته سپاري.

ده یادونه وکړه چې د ترکۍ کمپنۍ له کارونو خوښ دي او د ۱۵ مېګاواټه برېښنا اړوند شاوخوا ټولې چارې یې بشپړې کړي دي خو د زولارستان کمپنۍ کارونه ډېر ورو دي.

دغه راز د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پلانټ د نصب چارې د ۱۹ میلیونه ډالرو په لګښت تر سره کېږي چې ۱۰ میلیونه ډالر د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې او پاتې ۹ میلیونه ډالر د اړوندې کمپنۍ (زولارستان) له خوا ورکول کېږي.

د دغې پروژې کار له درې کلن ځنډ وروسته تېر کال (د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د سیپټمبر په ۲۴مه) پيل شوی او ژمنه شوې وه چې د دوولسو میاشتو په اوږدو کې (د ۲۰۱۸ کال د اګست تر میاشتې) به بشپړ شي.

خو تر دې وروستیو یې یوازې د احاطې د دېوال او ځمکې د هموارۍ چارې بشپړې شوي وې او نور کارونه یې ځنډېدلي دي.

د برېښنا رییس وايي، د دوی له ډېر ټینګار سره اوس اړوندو کمپنیو ژمنه کړې چې تر راتلونکو دوو میاشتو به خپل کارونه بشپړ کړی.

د ده په خبره، د یادو شوو دواړو پروژو په بشپړېدو سره به د کندهار صنعتي پارک د برېښنا ستونزه یو مخ هوارېږي او اضافي برېښنا ښاریانو ته ورکول کېږي.

اوسمهال د کندهار صنعتي پارک ته د ۱۰ ساعتونو لپاره د اوونۍ شپږ ورځې ۸ مېګاوټه برېښنا له ډېزلي جنراتورونو ورکول کېږي چې بسنه نه کوي.

د برېښنا کمښت د کندهار د ټولو اوسېدونکو او په ځانګړې توګه د فابریکو د مسوولینو لپاره لویه ننګونه ده.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یوازې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.

د ده په خبره، لسګونه نور پانګه وال همدې لمریزې برېښنا ته په تمه دي څو هغوی نوې فابریکې جوړې او فعالې کړي.

دی وايي، په کندهار کې له ٢٠٠ ډېرې فابريکې شته چې پنبه، غوړي، کنجاړه، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې تولیدېږي، چې شاو خوا ٥ زره تنه په کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

خو نوموړی زیاتوي چې ډېرې دغه فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلي او يا نيمه فعاليت لري چې پانګه وال يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دی غوښتنه کوي چې د دې پروژې چارې دې له شوو ژمنو سره سم چټکې او بشپړې شي.

دغه راز د کندهار اوسېدونکي هم وايي چې د برېښنا نشتوالي یې پر ژوند بد اغېز کړی او کلونه وشول چې له دې ستونزې کړېږي.

دوی هم غوښتنه کوي چې  حکومت دې پر اړوند کمپنیو فشار راوړي څو په کندهار کې د سولر پلانټونو د نصب او تولید چارې ګړندۍ کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه