منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د پنځو پروژو تړون لاسليک شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۹۷): د جاپان هېواد د سولې لپاره د طبي خدمتونو موسسې د ننګرهار له چارواکو سره په ښېوه ولسوالۍ کې د پنځوس ميليونه افغانيو په لګښت د پنځو پروژو د پلې کېدو تړون لاسليک کړ.

دغه تړون د لېندۍ په ۱۴مه د ننګرهار ولايت د رسنيو په دفتر کې د ولايت د مرستيال او د جاپانۍ PMS موسسې د مشر له خوا لاسليک شو او ټاکل شوې په نږدې ورځو کې يې عملي کار هم پيل شي.

د ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل چې د دغه تړون له مخې به د جاپان PMS  موسسه په ښېوې ولسوالۍ کې د ۸۸۶ متره په اوږدوالي په اساسي ډول يو نوی زابر جوړوي او همدا راز د ۹۵۰ متره په اوږدوالي د پخواني زابر پاک کاري او ترميم به ترسره شي.

نوموړي زياته کړه چې د ۱۸۳۶ متره په اوږدوالي د سړک جغل اندازي تر څنګ به د زابرونو په اوږدو کې دوه ترنابونه او اته پلچکونه هم جوړ شي.

د ولايت مرستيال وايي چې په ياده ولسوالۍ کې به د اووه نيم زره متره ستروسو باغ ته د اغزن تار محافظتي دېوال هم جوړ شي.

د PMS موسسې مشر ډاکتر ناکامورا وويل چې د دغه تړون له مخې به په ښېوې ولسوالۍ کې د پنځوس ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کړي چې له مخې به يې د يادې ولسوالۍ خلکو ته ګڼې اسانتياوې برابرې شي.

هغه ژمنه وکړه چې په ياده ولسوالۍ او نورو سيمو کې به خلکو ته له اوبو د سالمې ګټې اخيستنې او نورو برخو کې لازمې پروژې تطبيق کړي.

د ننګرهار ولايت د اقتصاد رييس غلام الله افغانيار وويل چې د دې پروژو په تطبيق سره به په ښېوې ولسوالۍ کې سلګونه جريبه جبه زاره (لنده) ځمکه کرنې ته چمتو شي او هم به خلکو ته د کار زمينې برابرې شي.

دی زياتوي، د دغو پروژو د تطبيق پر مهال او تر تطبيق وروسته به د ښېوې ولسوالۍ سلګونه خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

د يادولو  ده، د PMS په نوم دغه جاپانۍ موسسه له کلونو راهيسې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د کرنې او رغونې برخو کې کار کوي چې د يادې ولسوالۍ ګڼې للمي ځمکو ته يې د اوبو رسولو زمينه برابره کړې او هم يې ګڼې ځمکې د کونړ سيند له څپو په امن کې کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه