منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کورونه او دولتي ودانۍ د کابل- لوګر دویم سړک جوړولو پر وړاندې خنډ دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

پل علم (پژواک، ٢١ لېندۍ ٩٧): د لوګر د فوايد عامې رياست چارواکي وايي چې يو شمېر دولتي ودانيو او امنيتي پوستو د کابل- لوګر د دويم سړک جوړېدو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د سړک جوړولو چارې يې ټکنۍ کړې دي.

د لوګر د فوايد عامې رييس محب الله حکمت پژواک خبري اژانس ته وويل چې کابل- لوګر د دويم سړک چارې درې کاله وړاندې د چهار اسياب ولسوالۍ له چهل دختران سيمې پيل شوې چې بايد په يو کال کې بشپړې شوې واى.

خو ده زياته کړه: ((د لارې په اوږدو کې دولتي ودانۍ، امنيتي پوستې او روغتونونه دي چې د سړک چارې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.))

دى وايي چې د همدغه سړک په اوږدو کې د خلکو کورونه او دوکانونه هم وو خو د سړک جوړولو لپاره خلکو خپل کورونه او دوکانونه ونړول.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه سړک ٤٥ کيلومتره اوږدوالى لري چې مالي لګښت يې د نړيوال بانک له لوري ورکول کېږي.

نوموړي له اړوندو ادارو غوښتنه وکړه چې د دغه سړک د جوړېدو په برخه کې له دوى سره اړينې مرستې وکړي.

دغه راز د اړوندې موضوع په اړه د کابل- ګردېز لويې لارې يوه موټر چلوونکي پژواک ته وويل چې له تېرو څو  کلونو راهيسې د کابل- لوګر پر دويم سړک کار روان دى.

هغه وايي: ((په ځينو ځايونو کې کارونه سم مخ ته نه ځي، هر مشکل چې وي بايد حل يې کړي، که دا سړک جوړ شي نو موږ ته به هم تګ راتګ ډېر اسانه شي.))

همدارنګه په دې اړه د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې د کابل- لوګر د دويم سړک په جوړېدو سره به تر ډېره د ترافيکي پېښو مخه هم ونيول شي.

نوموړي زياتوي: ((خلکو همت وکړ، خپله ځمکه يې د سړک لپاره ورکړه، خپل دوکانونه يې خراب کړل، خو اوس حکومتي تاسيساتو د سړک د جوړېدو مخه نيولې ده.))

د دغه سړک د جوړېدو پر وړاندې تر ټولو لوى خنډ د محمداغې د ولسوالۍ ودانۍ ده.

په دې اړه د محمد اغې ولسوال نورمحمد عبيدي هم پژواک ته وويل چې دولتي تاسيساتو د کابل- لوګر دويم سړک د جوړېدو پر وړاندې خنډ جوړ کړى دى.

هغه وايي: ((په دې سړک کې زموږ د ولسوالۍ جومات شهيديږي او سل متره نور هم خرابېږي نو موږ  بيا بودجه نه لرو چې دا بېرته جوړ کړو نو ځکه د سړک کارونه ولاړ دي.))

خو د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي بيا پژواک ته وويل چې د سړک د جوړېدو چارې روانې دي.

هغه وايي، په کومو ځايونو کې چې د سړک د جوړېدو پر وړاندې دولتي ودانيو خنډ جوړ کړى، د لرې کولو لپاره یې حتمن اقدام کېږي.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم څو ځلې د لوګر اوسېدونکو ويلي وو چې سړک د تنګوالي له امله هره ورځ ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه