هرات (پژواک، ۲۲ لیندۍ ۹۷): ولسمشرمحمد اشرف غني هرات ته له رسېدو وروسته، د دغه ولایت حلقوي سړک پرانیست.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، د دې سړک د جوړولو چارې په ۱۳۹۱ کال کې پيل شوې وې، دا سړک نږدې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د ایټالیا هېواد د څه باندې ۳۰میلیونه امریکايي ډالره په بلاعوضه مرسته جوړ شوى چې د هرات څو ولسوالۍ له صنعتي ښارګوټي سره نښلوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې سړک څخه په ګټې اخیستو به باروړونکي موټر له هرات ښار څخه بهر تګ راتګ کوي.
د ولسمشرمرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي چې په څو راتلونکو ساعتونو کې به د ترکمنستان، افغانستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې هېوادونو استازو په حضور کې د لاجوردو لارې د پرانيستې مراسم د مولانا جلال الدین بلخي په تالار کې پيل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د لاجوردو لارې په پرانیستو به د ټاپي او اوسپنې پټلیو پروژو تطبیق ته لار هواره شي، هرات به د نښلونکې هستې په توګه افغانستان له نړۍ سره ونښلوي.
په تېرو دوو کلونو کې هرات ته د ولسمشر دا اتم سفر دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










