ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند هوایي برید کې درې تنه روغتیایي کارکوونکي وژل شوي

د هلمند هوایي برید کې درې تنه روغتیایي کارکوونکي وژل شوي

author avatar
14 Dec 2018 - 20:09
د هلمند هوایي برید کې درې تنه روغتیایي کارکوونکي وژل شوي
author avatar
14 Dec 2018 - 20:09

لښکرګاه (پژواک، ۲۳ لیندۍ ۹۷) : چارواکي وایي، چې په هلمند ولایت کې د هوایي برید پر مهال د وسله والو مخالفنینو ترڅنګ ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي تيره شپه په سنګين ولسوالۍ کې هوايي بريد شوی دی، چې څلور تنه ملکي وګړې هم پکي وژل شوي دي.

هغه د لیندۍ په ۲۳مه، پژواک اژانس ته وویل، په پيښه کې کيدای طالبانو هم وژل شوي، خو د ملکي خلکو د وژلو په اړه د ولايت مقام پلاوی ټاکلی دی چې څو معلومه کړې چې ولي په ملکي خلکو بريد شوی دی.

نوموړي په دې اړه نور جوزیات ور نکړل.

د وژل شويو کسانو د کورنۍ څخه د فريد احمد په نوم يو تن پژواک ته ويل دغه کسانو د درملو  کار کوي او دوه ورځې وړاندي يادي ولسوالۍ ته تللي و، چې تير ماښام د بند په سيمه کې درې ډاکتران چې په شخصي ډول يې کار کولو له يوه موټر چلوونکي سره د بي پیلوټه الوتکي په بريد کې وژل شوي او نن يې جسدونو لښکرګاه ته راورسول شول.

هغه وويل د وژل شوي کسانو کورنۍ په لښکرګاه کې ده او هيڅ ډلې پورې اړه تړاو نه لري.

د هلمند د عامي روغتیا رييس ډاکټر آمين الله عابد وويل وژل شويو کسانو له دوی سره کار نه کوي، خو روغتيايي کارکونکي وو، چې دوه يې په سيمه کې مارکيټينګ کولو او دوو نورو درمل سيمې ته وړي وو.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم ويل چې تيره شپه د سنګين ولسوالۍ په بند  سيمه کې درې روغتيایي کارکوونکي او يو موټر چلوونکی د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې په داسي حال کې وژل شوي چې هغوی له سیمې څخه د تيريدو په حال کې و.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.