منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جلال اباد ښار کې د څه باندې ۱۳ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ګذر شورا په کچه د نږدې دیارلس نیم میلیونه افغانیو په لګښت د لومړۍ پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لېندۍ په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د درېیم ګذر شورا د پرمختیايي پروژو چارې د دیارلس میلیونه او څلور سوه زره افغانیو په مالي لګښت په دوو برخو کې رسمآ پیل شوې.

دی وايي، د دغو پروژو له مخې به د یاد ګذر اړوند ټول دویم درجه سړکونه چې ۱۵۴۰ متره اوږدوالی لري او خامې ویالې چې ۷۳۵ متره اوږدوالی لري، په کانکریټي ډول د ۶ میاشتو په موده کې ورغېږي.

د نوموړي په وينا، د یادې پروژې د تطبیق پر مهال به د پنځو پرمختیایي شوراګانو ۱۱۷۳ ماهرو کارګرو او ۵۹۸۵ غیر ماهرو کارکوونکو ته کاري زمینه برابره شي .

خوږياڼي زياته کړه، د یادې پروژې دویمه برخه چې د يو میلیون او درې سوه زره افغانیو په ارزښت پلې کېږي، د اړونده ګذر مېرمنو ته به د خیاطۍ روزنې زمینه برابره شي او له دې لارې به د ۶۰ روزونکو له لوري ۱۵۰ مېرمنو ته په دې برخه کې عملي او مسلکي روزنه ورکړل شي.

هغه وايي، د دغه کار موخه د مېرمنو لپاره به نه یوازې د کار کولو فرصتونه رامنځته شي، بلکې له هغو سره به د خپلو کورنیو لپاره د مصارفو برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د شپږمې ناحیې درېيم ګذر ۱۰۹۰ کورنۍ په مستقیمه توګه او همداراز ۶۶۸۴ تنه نور په غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه