جلال اباد (پژواک، ٢٦ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ښارواليو د ولسي تړون پروګرام له لارې د شپږ اعشاريه دوه ميليونه افغانيو په لګښت د فرعي لارو، ويالو او پولګوټو د جوړېدو چارې پيل شوې.
چارواکي وايي، په دغو پروژه کې به تر شپږو مېاشتو هره ورځ ۸۰ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي او پروژو کې به ولسي تړون ۱۵ سلنه ونډه هم واخلي.
د دغو پروژو چارې د لېندۍ په ۲۷مه د جلال اباد ښار اوومه ناحيه کې پرانستل شوې او ټاکل شوې شپږو مېاشتو کې سرته ورسېږي.
د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې امر بريالي چلند د دغو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې وويل، چې دا پروژې د ښارواليو د ولسي تړون برنامې په چوکاټ کې د يادې ناحيې د ولسي شورا له لوري پلې کېږي.
دی وايي، په دغو پروژو کې د ۶۴۰ متره فرعي سړکونو، ۷۷۷ متره ويالو او ۳ پلچکونو کانکريټېدل شامل دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د بيارغونې په دغو کارونو ټولټال ۶ اعشاريه دوه نيم ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې ۴۷ ميليونه يې د ولسي تړون پروګرام او ۱۵ ميليونه يې د سيمې خلک په کې ونډه اخلي.
د سيمې د ولسي تړون شورا يوه غړي عبدالواحد وويل، چې په دغو پروژو کې به تر راتلونکو شپږو مياشتو هره ورځ د سيمې ۸۰ تنه اوسېدونکو ته کاري زمينه هم برابره شي.
هغه زياته کړه، د دې ترڅنګ به د پروژو په پلي کېدو سره سيمه کې شته ستونزې حل، د سيمې د پاکوالي او ښکلا سبب هم وګرځي.
د سيمې يو قومي مخور محمد اکبر تره کی وايي، دا ډول پروژې يې د سيمې د پرمختګ او د ښاري ژوند له اسانتياوو د برخمن کېدو لپاره ډېرې اړينې دي.
نوموړي د سيمې د خلکو په استازيتوب ډاډ ورکړ، چې د پروژې د شفافيت په برخه کې به همکاري کوي او ترڅنګ به يې په ساتنه کې هم د سيمې ټول خلک ګډونوال وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










