منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۲ غ.م
۲°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کرنې وزارت: خلک دې د زړو چرګانو د غوښو له خوړلو ډډه وکړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ٦ مرغومى ٩٧): د کرنې وزارت کابل ته د زړو مضره چرګانو د اتو موټرو د قاچاقي راوړل کېدو خبر ورکوي او له خلکو غواړي چې د دغه ډول چرګانو له پېر او پلور ډډه وکړي.

د مرغومي په لومړۍ نېټه، د کرنې وزارت د روغتيا ساتنې، د چرګانو د صنعت د ودې او پراختیا په خاطر د زړو چرګانو واردات د هغو په غوښه کې د درنو فلزاتو او نورو مضره موادو د موجوديت له امله منع اعلان کړل.

له ياد وزارته نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د راپورونو له مخې، د کرنې وزارت له خوا د زړو چرګانو او د زړو چرګانو د غوښو د وارداتو تر منع کېدو وروسته، کابل ته د دې ډول مضرو چرګانو اته موټره په قاچاقي ډول را لېږل شوي دي.

سرچينه کاږي، د هېوادوالو د روغتیا خوندي کول او د وارداتي چرګانو د ناروغیو او وایروسونو د مخنیوي په خاطر د کرنې وزارت د هېواد په کچه له ټولو هټۍ والو او د چرګانو د غوښې له پلورونکو غوښتنه کوي څو د زړو چرکانو له پېر او پلوره جداً ډډه وکړي.

سرچينه زياتوي، که چېرې د دوی په هټیو او یا پلورنځیو کې زاړه چرګان او یاد زړو چرګانو غوښې وموندل شي، د ارزونې ټیم له خوا یې چرګان ضبطېږي او نور مسوولیت به د دوی پر غاړه وي.

د کرنې وزارت له ټولو سوداګرو او پانګوالو هم چې په خپلو ګودامونو کې زاړه چرګان ساتي، جداً غوښتنه کړې چې د دې ډول چرګانو پلور دې نه کوي.

دغه وزارت همداراز له ټولو هېوادوالو هم غوښتي چې د زړو چرګانو او د هغو د غوښو پر ځای دې د کورنیو فارمونو له ځوانو چرګانو او ښه کیفیت لرونکې غوښې استفاده وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه