جلال اباد (پژواک، ۹ مرغومی ۹۷): د ننګرهار کوچيانو چارو امريت ته د څه باندې ۱۳ ميليونه افغانيو په لګښت نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د یادې ادارې مسوولين وايي، کارونه يې له ډېرو ستونزو سره مخ و چې د دې نوې ودانۍ په جوړېدو سره به يې کارونه منظم او مراجعينو ته به يې سهوليتونه رامنځته شي.
ياده ودانۍ د مرغومي په ۹مه د ننګرهار د والي او يو شمېر نورو مسوولينو له لوري د پټۍ په پرېکولو پرانيستل شوه.
د ننګرهار د کوچيانو چارو امر محمد انور پژواک ته وويل چې دغه ودانۍ د ماليې وزارت په ۱۳ ميليونه، ۵۳۷زره او ۳۶۴ افغانيو رغول شوې ده.
هغه زياته کړه، د ودانۍ چارې په تېرو اتو مياشتو کې ترسره شوې، د يو پوړ لرونکې ده، ۸ دفتري او نورې خونې او د غونډو يو تالار لري.
دی وايي، د دې ودانۍ په جوړېدو يې کارونه ډېر منظم شوي، مراجعين به يې په اسانۍ خپل کارونه مخې ته وړي.
دغه راز د کوچيانو چارو د سمون د لوی رياست مشر استاد عبدالرحمن ډاډ ورکړ چې په ټول هېواد کې د کوچيانو پر وړاندې موجوده ستونزو د حل لپاره به هلې ځلې کوي او ورته به پلانونه جوړوي.
هغه په ځانګړي توګه د ننګرهار مېشتو کوچيانو د ستونزو په تړاو وويل، د يادو ستونزو په اړه د کوچيانو د ولايتي ادارې وړانديزونه به له ولسمشر او نورو اړوندو ادارو سره د حل به موخه شريکې کړي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، که د اداراتو له کارمندانو د ښه کار توقع کېږي نو بايد لومړی ورته ښه کاري چاپېريال رامنځته شي.
دی وايي، له دې وروسته د کوچيانو له امريت تمه ده چې د دغه ولايت مېشتو کوچيانو ستونزې منسجمې او د حل لپاره يې له دوی سره شريکې کړي.
د يادولو ده، د کوچيانو چارو اداره پخوا د قبايلو چارو وزارت اړوند وه خو اوس دغه اداره خپلواک رياست شوی او ټولې چارې خپله مخې ته وړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










