جلال اباد (پژواک ۱۰ مرغومی ۹۷): په ننګرهار کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو څېړنیزو فارمونو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دا ودانۍ د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د نړیوال بانک په مالي لګښت د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست د نوي کرنيز فارم او پخواني شیشم باغ فارم لپاره ودانۍ جوړول په کې شامل دي.
د ننګرهار والي حیات الله حیات او د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني د یو شمیر نورو مسوولینو په ملتیا لومړی د نوي څېړنیز فارم ودانۍ او ورسره جوړ شوي ملحقات ګټې اخیستنې ته وسپارل او وروسته یې د شیشم باغ څېړنیز فارم لپاره جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رييس نورالله سباون وویل، نوی څېړنیز فارم په نهه هکتاره ساحه کې جوړ شوى چې دې فارم ته د څه باندې شپاړس میلیونه افغانیو په لګښت د نړیوال بانک لخوا د یو کال په موده کې ودانۍ جوړه شوې ده.
هغه وايي چې دغه ودانۍ څلور اداري خونې، د موټرو تم ځای، امنیتي خونه، د سړکونو جغل اندازي، د ویالو پخول او نور ضروي چارې په کې شامل دي چې اووه زره کسان ترې په مستقیم او غیري مستقیم ډول ګټه اخلي.
نوموړي زیاته کړه،د شیشم باغ څېړنیز فارم په اته هکتاره ساحه کې جوړ شوى چې د څه باندې ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت ورته د نړیوال بانک په مالي مرسته ودانۍ جوړه شوه ده.
هغه وايي چې دغه ودانۍ لس خونې، د موټرو تم ځای، تریشنګ بلور، د سړکونو جغل اندازي، د ټولو کانالونو لپاره وړه خونه او نور ضروري ملحقات هم ورسره جوړ شوي او څه باندې ۱۱ زره کسان ترې په مستقیم او غیري مستقیم ډول ګټه اخلي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي حیات الله حیات او کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني او نورو مسؤلینو له لورې ۲۲۵ بزګرانو ته د یوریا او DAP سره،۴۶۰ بزګرانو ته زراعتي وسایل چې په کې بېلابېل توکې شامل وو، وویشل شول.
مسؤلینو د یادو ودانیو د ګټې اخیستنې او مرستې د ویش ترڅنګ د فارمونو د بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وکړه چې د کرنې ریاست د استازو له لورې ورته معلومات ورکول کېدل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










