ښرنه (پژواک، ١١ مرغومى ٩٧): د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې د ١٢ ميليونو افغانيو په لګښت د دوو ښوونځيو د ودانيو جوړولو چارې پيل او د ۸،۳ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه کانال جوړولو چارې بشپړې شوې.
د پکتيکا والي الياس وحدت د ښوونځيو جوړولو په پرانيست غونډه کې وويل، چې مټاخان ولسوالۍ کې به راتلونکی کال د يادو دوو ښوونځيو پر ودانيو سربېره پنځو نورو ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړېږي.
هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې ټول هغه ماشومان په ځانګړي ډول نجونې چې قانوني عمر يې پوره کړی وي، په ښوونځيو کې شامل کړي.
د پکتيکا د کليو د پراختيا رياست سرپرست انجنير مومن افغان وويل چې د مټاخان ولسوالۍ په ملايانو او ګومبد سيمو کې د دوو ښوونځيو ودانۍ د ولسي تړون د برنامې له لوري د ۱۲ ميليونو افغانيو په لګښت جوړېږي.
ده زياته کړه، د يادو ښوونځيو لپاره به لس اتاقه تدريسي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول سره جوړې شي.
د مټاخان ولسوالۍ د ځوانانو مشر عبدالقهار همت يار هم مننه وکړه چې په داسې يوې ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونه پيليږي چې له دې وړاندې دې برخې ته کمه پاملرنه شوې وه.
هغه وويل چې د دې ولسوالۍ ځوانان په ټول توان سره د يادو پروژو د ښه تطبيق په موخه هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
قومي مشر بصير هم له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دې ولسوالۍ ته دې د بيارغوني تر څنګ د پوهنې، روغتيا او ځوانانو ته د کار پيدا کولو په برخه کې اقدام وکړي.
د يادونی ده چې د دې ولسوالۍ په ته طور سيمه کې د يوه کانال چارې هم بشپړې شوې او د استفادې وړ وګرځېد. پردې پروژې د اوبو رسونې د رياست له لوري ۸،۳ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










