جلال اباد (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۷): د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران وايي، د دې ولسوالۍ پوليس د ځنګلونو په وهلو او لرګيو قاچاق کې لاس لري.
دوی وايي، د غرونو ځنګلونه مخ په خلاصېدو دي او چاقاقبران يې پوليسو ته د پيسو په ورکړه، په اسانۍ د تګ اجازه ورکوي.
ځايي خلک دا هم وايي چې اوس هم د لرګيو له قاچاقه داعش وسله والو ته پيسې ورځي او هغوی پرې جګړه مخې ته وړي.
بلخوا د ننګرهار ولايتي چارواکي ډاډ ورکوي چې د يادې موضوع څېړنه کوي او که هر څوک دخيل وګڼل شي؛ نو قانوني چلند به ورسره ترسره کړي.
د هسکې مېنې يوه قومي مشر محمد عمر غورځنګ پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل چې دغې ولسوالۍ کې له اوس هم ځنګلونه په خپل سري توګه وهل کېږي او د پوليسو په همکارۍ يې لرګي قاچاق کېږي.
دی وايي، د لرګيو پيسې درې برخې کېږي چې يوه يې قاچاقبر، دويمه برخه پوليس او درېيمه برخه يې د داعش وسله والو په واک کې ورکول کېږي.
دغه راز يو بل قومي مشر ملک نواب خان وايي له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې يې د ولسوالۍ ځنګلونه په بې رحمانه توګه قطع کېږي او قاچاق کېږي.
دی وايي، امنيتي چارواکي پيسې اخلي او قاچاقبران په اسانۍ سره لرګي قاچاق کوي.
هغه له ولايتي ادارې وغوښتل چې د دې چارې مخه دې ونيسي او دا ملي شتمني دې د قاچاقبرو له غضب وژغوري.
يوه بل قومي مشر نوران شاه وويل که ولسي خلک د سوځولو لپاره هم له غره لرګي راوړي؛ نو سهار يې پوليس جلبوي؛ خو قاچاقبر يې په ښکاره توګه وړي، هېڅ هم ورته نه وايي.
دی وايي: ((داعشيانو پخوا هم له همدغو ځنګلونو پيسې ټولولې او موږ يې پرې وژلو، کورونه يې راله ورانول او اوس هم د همدغو لرګيو ګټه ورځي او بې ګناه انسانان پرې وژني.))
ولسوال رضوان الله بشرمل هم مني، چې د لرګيو قاچاق کېږي؛ خو وايي، ده يې هم خپله د مخنيوي هڅه کړې او هم يې له والي سره ياده ستونزه شريکه کړې ده.
خو هغه اندېښنه وښوده، چې حاکمې مافيايي کړۍ د دې ډول کړنو تر شا لاس لري او مخنيوی يې له ستونزو ډک کار دی.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فريد خان وايي چې د يادې موضوع په تړاو به څېړنې وکړي او که هر پوليس دغه چاره ترسره کړې وي؛ نو دوی به يې د قانون منګولو ته وسپاري.
بلخوا د ننګرهار ولايتي چارواکي ډاډ ورکوي چې د يادې موضوع څېړنه کوي او که هر څوک دخيل وګڼل شي؛ نو قانوني چلند به ورسره ترسره کړي.
د ننګرهار والي حيات الله حيات پژواک اژانس ته وويل، د هسکې مېنې ولسوال او امنيه قوماندان ته به په دې اړه جدي امر کوي، که د حکومت تر ولکې لاندې ساحو کې دا ډول کړنه ترسره کېږي؛ نو بايد عاجل مخنيوی يې وکړي.
خو والي وايي، ځنګلونه تر ډېره په داسې ساحو کې موقعيت لري چې د حکومت تر ولکې لرې ساحوي کې دي؛ نو ځکه يې مخنيوی ستونزمن وي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کرنې او مالدارۍ وزير نصيراحمد دراني ننګرهار ته د سفر پر مهال په هېواد کې د ځنګلونو د وضعيت په تړاو اندېښنه شریکه کړې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










