کابل (پژواک، ۱۹مرغومی ۹۷): د فوايد عامې وزارت له ساختماني شرکتونو سره په څلورو ولایتونو کې د دوه میلیارد افغانیو په لګښت د ٦٢ کیلو متره سړک د جوړېدو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د یادو پروژو هوکړه لیکونه نن د فوايد عامې وزارت د سرپرست یما یاري او څلورو خصوصي شرکتونو له استازو سره په کابل کې لاسلیک کړل.
د فوايد عامې وزارت سرپرست وویل، د دې پروژې له مخې، ۲۵ کیلومتره سړک په پروان، ۱۵ کیلومتره هلمند، له ۱۲ کیلومترو زیات ننګرهار او ۹ کیلومتره په خوست کې جوړېږي.
هغه زیاته کړه، له جبل السراج څخه تر بګرام درې لاري پورې د کابل ـ پروان د دویم لین ۲۵ کیلو متره سړک د هریرود ساختماني شرکت له خوا د ۱.۵ میلیارد افغانیو په لګښت، د هلمند د ګرشک ـ نوزاد ۱۵ کیلومتره سړک د ۲۴۱.۶ میلیون افغانیو په لګښت د بلال تواب شرکت له خوا، له هجرت کلي څخه تر جلال اباد ښاره ۱۲ کیلو متره سړک د ١٨٥.٥ ميليون افغانیو په لګښت د بارک دراني شرکت له خوا او د دومندي منګل څخه د خوست ولایت تر قلندره له ۹ کیلومتره زیات سړک د ١٤٦.٧ میلیون افغانيو په لګښت د همکار او غضنفر ساختماني شرکت له خوا له یوه تر دوو کلونو موده کې جوړېږي.
د پلونو او پولګوټو جوړول هم په دې لارو کې شامل دي.
د یما یاري په خبره، یادې پروژې د نړیوال بانک او افغان دولت له لوري تمویلېږي.
هغه زیاته کړه، د یادو پروژو په بشپړېدو به سوداګرو او عامو وګړو ته زیاتې ترانسپورټي، اقتصادي، روغتیايي، ټولنیزې او نورې اسانتیاوې برابرې شي.
د فوايد عامې سرپرست وزیر د یادو پروژو له پلي کوونکو شرکتونو وغوښتل چې د کار کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د پروان والي فضل الدین عیار په دې مراسمو کې د یادو هوکړه لیکونو په لاسلیک کېدو خوښي ښکاره کړه او ویې ویل: ((موږ د ډاول پروژو د پلي کولو لپاره له دولت او خصوصي شرکتونو سره د هر ډول همکاریو ژمنه کوو.))
هغه وویل، د کابل ـ پروان ولایت د دویم لین سړک په تطبیق به بیروبار کم او ترافیکو پېښې کمې شي او د هېوادوالو لپاره به زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.
د ساختماني شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې یادې پروژې به په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت عملي کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










