منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سيکانو د ځانګړي ښوونځي په ګډون ننګرهار کې درې ښوونځي جوړ شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۷): په ننګرهار کې د نږدې ۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د سيکانو د ځانګړي ښوونځي په ګډون د دوو ښوونځيو د جوړېدو چارې پيل او دوه نور تر جوړېدو وروسته پرانيستل شول.

دغه ښوونځي د مرغومي په ۲۳مه د پوهنې د وزير او د ننګرهار والي له لوري د پټۍ په پرېکولو پرانيستل شول او د زده کوونکو د استفادې وړ وګرځېدل.

د پوهنې وزير دوکتور ميرويس بلخي وويل، ننګرهار ته یې د سفر موخه د دې ولایت پوهنيز وضعیت څخه له نږدې څارنه ده، چې له مخې به يې د روان کال چې د پوهنې د اشر کال دی، ارزونه وکړي او هم به د راتلونکې لسیزې لپاره د دې ولایت اړوند د پوهنې په برخه کې وړاندیزونه واخلي .

نوموړي زیاته کړه، تر دې ارزونې وروسته به د ننګرهار پوهنې وضعیت د ښه والي لپاره ځانګړي اقدامات ترسره کړي او هم به د دې ولایت پوهنې ادارې ته ځانګړي مسوولیتونه او صلاحیتونه هم په واک کې ورکړي.

د ننګرهار والي حیات الله حیات وويل، د شاوخوا پنځوس ميليونه افغانیو په مالي لګښت د صدیق الله رښتین لېسې دوه ودانیو او د اهل هنودو اولادونو لپاره د یوه ښوونځي ودانۍ جوړې او د شهید محمد عارف لېسې لپاره د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه .

هغه د نورو ترڅنګ د اهل هنودو اولادونو لپاره په جوړې شوې ودانۍ خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې د یاد ښوونځي د لا زیات معیاري کېدو په موخه به هر ډول همکاري وکړي .

د ننګرهار د پوهنې ريیس حسیب الله شینواري وویل، په جلال اباد ښار کې د صدیق الله رښتین لېسې یوه ودانۍ د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ۹۵ زره امریکایی ډالرو په مالي لګښت او د دې لېسې دویمه ودانۍ د پوهنې وزارت له خوا د نولس میلیونه او درې سوه زره افغانیو په مالي لګښت د یو کال په موده کې جوړې شوي، چې دواړه ودانۍ اتلس اداري او درسي خونې او نور  اړين ملحقات لري .

هغه وويل، همدا راز یې د سویډن موسسې په شاوخوا ۹ میلیونه افغانیو مالي مرسته د اهل هنودو لپاره د یوه ښوونځي ودانۍ د یو کال په موده کې جوړه کړه، چې شپږ درسي خونې او نور اړوند اړين ملحقات لري .

د پوهنې رييس د معلوماتو له مخې، په جلال اباد ښار کې د شهید محمد عارف لېسې لپاره د یو سلو دیرش زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت د یوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل کړې، چې دوولس خونې او نور اړين ملحقات به ولري او چارې به یې د نهو میاشتو په موده کې بشپړې شي .

په ننګرهار کې د مېشتو اهل هنودو او سيکانو وياند اقبال سينګهـ پژواک ته وويل، تېر دوه نسلونه يې د ځانګړي ښوونځي د نه موجوديت له امله نالوستي رالوی شوي؛ خو دغه ښوونځی به د دې لامل شي چې اوسنی نسل يې زده کړې وکړي او خپل ژوند جوړ او هم خپل هېواد ته خدمت وکړي.

د یادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې په مومند درې او شینوارو ولسوالیو کې هم د څه باندې ۵۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د دوو ښوونځیو د جوړولو چارې پیل شوې .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه