جلال اباد (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۷): د ننګرهار د بهرنيو چارو رياست لپاره د ۴۶ ميليونه افغانيو په لګښت ودانۍ جوړه او د اړوند وزارت د چارواکو له لوري پرانيستل شوه.
د بهرنيو چارو رياست چې له کلونو يې په کرايي کورونو کې فعاليت کاوه، نوې ودانۍ يې تر جوړېدو وروسته د مرغومي په ۲۳مه نن د استفادې وړ وګرځېده.
د ودانۍ د پرانېستې پرمهال د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ډاکتر نصیر احمد اندېشه وویل، د هېواد په کچه یې ۶ معیاري ودانۍ په پلان کې نیولې وې چې له جملې څخه یې نن د ننګرهار زون لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله .
هغه هیله وښوده چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د بهرنیو هېوادونو قونسلګریو سره اړیکې پیاوړې او د وېزو اسانتياوو ترڅنګ به په ښوونیزو، کلتوري او نورو برخو کې همکاري زیاته شي .
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، یاده ودانۍ د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ۴۶ میلیونه، ۳۲۴ زره افغانیو په مالي لګښت په درې پوړونو کې د یو نیم کال په موده کې په پنځه سوه دیارلس متره مربع ځمکه کې جوړه شوې ده .
نوموړي زیاته کړه، د بهرنیو چارو ریاست نوې ودانۍ چې د جلال اباد ښار په څلورمې ناحیې کې جوړه شوه، د غونډو تالار، د سیاسي ملاقاتونو څانګې او نور ټول اړين ملحقات لري او د ننګرهار او بهرنیو ادارو ترمنځ به د اړیکو په ښه والي کې ترې لا زیاته ګټه واخيستل شي .
د دې ودانۍ د پرانيستې په څنډه کې د بهرنیو چارو ریاست نوی سرپرست رييس اصیل جان نیازی هم په رسمي ډول د ننګرهار والي او بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي معین له لوري منسوبینو ته ور وپېژندل شو.
هغه د خپلو خبرو پرمهال ډاډ ورکړ چې د دغې ادارې کارونه به په پوره صداقت مخته وړي او هڅه به وکړي د خلکو او قونسلګريو ترمنځ اړيکې رامنځته او هم به يې د ستونزو د حل په برخه کې ګډ کار وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










