منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند په ناوه کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې به ډېر ژر د ولسي تړون پروګرام له مخې د شاوخوا دېرش ميليونه افغانيو په لګښت د يو شمېر رغنيزو پروژو چارې پيل شي چې زرګونو ځوانانو ته به د کار زمينه هم برابره کړي.

دغه څرګندونې د ناوې ولسوال ايوب عمر عمري د سلواغې په درېيمه د هغې غونډې په ترڅ کې وکړې چې د دې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو او قومي مشرانو په کې ګډون درلود.

عمري وويل چې شاوخوا لس ورځې وروسته به په دې ولسوالۍ کې د ٧٥ سيمه ييزو شوراګانو په همکارۍ د ولسي تړون پروګرام له مخې د يو شمېر رغنيزو پروژو پلې کېدو چارې پيل شي.

ده وويل چې په دغو پروژو کې د اوبو بندونه، ويالې، پولګوټي، کليوالي لارې، ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو ته د برېښنا سيستم جوړول شامل دي.

ولسوال وايي چې پر دغو پروژو به شاوخوا دېرش ميليونه افغانۍ ولګول شي چې زرګونو ځوانانو ته به د کار زمينه هم په کې برابره شي.

د عمري د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو په پاى کې به د همدې شوراګانو له لارې د يو شمېر لويو پروژو د پلې کېدو چارې هم پيل شي.

دغه راز په دې غونډه کې د ناوې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا رييس حاجي عتيق الله خان وويل چې د ولسي تړون پروګرام ته خلک ډېر خوښ دي او په کلکه ترې ملاتړ کوي.

هغه وايي: ((ملي پيوستون هم ځينې پروژې دلته تطبيق کړې موږ ترې خوشحاله نه يو، ځکه کار يې بې کيفيته و او پېسې خلکو خپلو جيبونو ته اچولي دي.))

همدارنګه د ناوې يو تن قومي مشر عبدالباقي خان وويل چې ددغو پروژو چارې بايد په با کيفيته او په شفاف ډول ترسره شي.

ده زياته کړه: ((مخکې به د ناوې لپاره پروژې ځانګړې شوې خو د ځينو مامورينو د بې غورۍ له امله به بلې ولسوالۍ ته ورکول کېدې، هيله من يم چې دا ځل دا کار ونه شي.))

د يادونې ده، ناوه د هلمند تر ټولو امنه ولسوالۍ وه خو شاوخوا درې کاله وړاندې وسله والو طالبانو پرې بريد وکړ او دغه ولسوالۍ یې ونيوه خو اوس له څه باندې يو کال راهيسې دغه ولسوالي بېرته له حکومتي ځواکونو سره ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه