منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۶ غ.م
۱۱°ورېځ · ↑۱۵° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې هر کال ۱۳۵۰ ټنه کبان تولیدېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۹ کتنې

 

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په منځنۍ کچه هر کال په دغه ولايت کې ۱۳۵۰ ټنه کبان تولیدېږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولايت په ٦٠٠ جريبه ځمکه کې د کبانو ۳۶۰ فارمونه دي چې هر کال د شاوخوا ۱۳۵۰ مټریک ټنه کبانو د توليد وړتيا لري.

سرچينه زياتوي چې دغه رياست په هلمند کې د کبانو د فارمونو لرونکو ته اړین تخنیکي او علمي روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او دغه کار په دې برخه کې اغېزمن واقع شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په ټول هېواد کې دوه زره د کب روزنې فارمونه دي او له دغو فارمونو څخه هر کال شاوخوا لس زره ټنه کبان تولیدېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو فارمونو ډېر په کندهار، هلمند، اروزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونو کې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه