منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په خوست کې د بيارغونې د اوو پروژو چارې پيل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۸ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): خوست کې د څه باندې ۱۶۴ ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې د ۷ بېلابېلو پروژو پلي کېدو چارې پيل شوې.

د خوست والي محمد حليم فدايي د سلواغې په ٣مه د دغو پروژو د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پروژې چې په راتلونکو ۶ مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي، لګښت يې د دولت له بودجې ورکول کېږي.

دی وايي: ((دا پروژې چې د بنايي په نوم د يوې دولتي تصدۍ له خوا تطبيقېږي چې په ترڅ کې به يې ۱۸۶۰ کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شي.))

هغه زياته کړه چې په دې پروژو کې د يو لوی جامع جومات جوړېدل، تر څنګ يې د زرو کسانو د ظرفيت په درلودو سره د فاتحو تالار، د زرو کسانو د ظرفيت په درلودو سره اداري کمپلکس کې د يو سپورتي جمنازيوم او تالار جوړېدل او همدې ډول د خوست په ملکي روغتون کې د څلورو انتظار خونو جوړېدل شامل دي.

که څه هم ځيني وخت له خلکو سره په دغه ولايت کې د بيارغونې د تبطبيقېدونکو پروژو د کيفيت په برخه کې اندېښنې موجودې وي، خو والي حليم فدايي بيار ډاډ څرګندوي چې دا پروژې به په ښه کيفيت پلې کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه